لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې د ۸۰۰ نه سېوا شوې، پنجاب کې د بازارونو تړل اعلان وشو


د پاکستان د صحت د چارو وزارت وايي په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوؤ کسانو شمېره ۸۰۳ ته رسېدلې ده، پنجاب صوبه کې د ۱۴ ورځو دپاره د بازارونو او دفترونو تړلو اعلان وشو.

د سرکاري شمېرو ترمخه د دې خبر خپرېدو پورې په پاکستان کې د کرونا په وايرس ۳۵۲ کسان په سند صوبه، ۲۲۵ په پنجاب کې، ۱۰۸ په بلوچستان کې، ۳۱ په خېبرپښتونخوا، ۷۱ په ګلګت بلتستان کې، ۱۵ په اسلام اباد او يو په کشمير کې اخته شوي دي.

ويل شوي کرونا وايرس تراوسه پورې په ملک کې شپږ تنه مړه کړي، او شپږ ترې صحتمند شوي دي.

بل لور ته د پنجاب صوبې اعلی وزير عثمان بزدار اعلان وکړو، چې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د سبا نهې، سه شنبې په ورځ نه په صوبه کې د ۱۴ ورځو دپاره بازارونه تړي، سرکاري او غېر سرکاري دفترې به تړلې وي يواځې د خوراکي توکيو دوکانونه او د دوايانو سټورونو به خلاص وي.

هغه وويل د موټر سائيکل په غبرګه سورلۍ به هم بندېز وي.

د پنجاب صوبې د تحريک انصاف حکومت دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې پرون د اتوار په ورځ د تحریک انصاف مرکزي حکومت وزيراعظم عمران خان ويلي ملک نه تړي.

او پرون بيا د سند صوبايي حکومت د شپې راهسې د ۱۵ ورځو دپاره د صوبې تړلو اعلان کړی او نن د سند صوبه تړل شوې ده.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پرون راهسې د درېو ورځو دپاره بازارونه تړل شوي او د نن څخه په صوبه کې د ضلعو ترمنځ د عامو ګاډو په چلند هم بندېز لګول شوی چې د صوبې د اطلاعاتو مشير اجمل وزير په وېنا تر ۲۹ مارچ به دا بندېز په ځای وي.

هغه دا هم وويل چې د ۲۹ مارچ پورې به ټولې هوټلې، ريسټورانټې بندې وي، کورونو ته به د ريسټورانټو څخه خوراکونه هم نه لېږل کيږي.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې هم د بازارونو د بندولو او ګڼې ګوڼې جوړولو پرضد ۱۴۴ ماده لګول شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG