لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یواځې په کابل کې پر ګڼه ګوڼه بندیز ولګاوه


واشنګټن ــــ د افغانستان په پایتخت کابل کې هم د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د خالي- شنبې له ورځې د خلکو پر ګڼه ګوڼه او په ښاري بسونو کې د زیاتو خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی او د ځینو حکومتي دفترونو په ګډون یې د غټو کاروباري مرکزونو د بندولو اعلان کړی دی.

د دې پلان له مخې په کابل ښار کې د ورځني ژوند له اړتیا وړ خوراکي شیانو، مېوو، سبزیو او دارو درملو اخیستلو پرته چاته له خپلو کورونو د وتلو اجازه نه شته، خو له کابل پرته د افغانستان په نورو ولایتونو کې تر اوسه دا پلان نه عملي کېږي.

د افغان حکومت د پبلک او پالیسۍ د چارو د دفتر مشر وحید عمر پر ټویټر لیکلي چې دا پرېکړه د جمعې په ورځ‌ د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د کابینې په غونډه کې شوې ده.

ولسمشر اشرف غني هم د جمعې په ورځ‌ په یوه ویډیويي پیغام کې- چې د کابینې غړي یې هم پکې لیدل کېږي- د کابل ښاریان مخاطب کړل او ویې ویل د کرونا وایرس له کبله یې حکومت اړ دی چې سخت ګامونه واخلي. اشرف غني وویل:

"زموږ د کابینې د پلان له مخې له تاسې غواړم چې د واده، سالګرې او نور محفلونه مه جوړوئ،‌ په جنازه او فاتحه کې تر دوو کسانو زیات ګډون مه کوئ، عمومي حمامونو ته مه ځئ، پارکونو او تفریحي ځایونو ته مه ځئ، ورزشي سیالۍ مه کوئ، په ښاري بسونو کې مه ځئ، زیارتونو ته مه ځئ".

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح هم پر ټویټر لیکلي، حکومت یې د کابل ښار د بندېدو پرېکړه ځکه کړې چې د ټولنې له پامه لوېدلي خلک، ورځنۍ مزدوري کوونکي، کارکوونکې ښځې او نور ځپلي خلک د لوږې له کبله له ستونځو سره مخ نه شي. امرالله صالح لیکلي:

"د شدیدو اړتیا وړ شیانو د وړلو راوړلو لړۍ به نه تم کېږي، خو غیرضروري ادارې به بندې او کارکوونکي به یې رخصت وي. زموږ مقصد د ګڼې ګوڼې کمول دي".

افغان ولسمشر وویل چې حکومت یې د کابل دارالامان ماڼۍ او ټول سکولونه د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر په بیړنیو روغتونونو بدلوي. اشرف غني د هېواد له شتمنو خلکو او تاجرانو وغوښتل چې په دې سختو حالاتو کې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي او که غواړي خپل جایدادونه د لنډ وخت لپاره حکومت ته وسپاري د حکومت کمېشن ته دې خبر ورکړي:

"د کرونا وایرس له کبله له ټولو اغېزمنو خلکو، د لاسي شیانو پلورونکو، بې سرپرسته کورنیو، ماشومانو او معذوره کسانو سره د مرستې پروګرام په پام کې لرو چې ژر به یې درسره شریک کړو".

د نورو اسلامي‌ هېوادونو خصوصاً پاکستان غوندې په افغانستان کې هم په جوماتونو کې د جمعې او د ورځې د پینځو لمونځونو په وخت په سلګونو او زرګونو خلک ګډون کوي، خو افغان حکومت لا تر اوسه په څرګنده د جومات د لمونځونو د ځنډولو اعلان نه دی کړی، خو ولسمشر اشرف غني پر خلکو ږغ وکړ، چې له کرونا وایرسه د ژغورنې په خاطر دې له یو بله فاصله وساتي.

د مارچ پر ۲۶مه ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له چارواکو سره ولیدل او د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه یې د هغوی د هلو ځلو رپوټ واورېد. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي‌ چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي، چې حکومت یې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې فعالیتونه کوي او جدي تدابیر یې نیولي دي.

په افغانستان کې دا مهال له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر ۹۴ دی، ۴ تنه ځنې مړه شوي دي او یواځې ۲ دوه کسان بیرته ترې روغ شوي دي.‌ د دې تر څنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ۴ تنه هم په کرونا وایرس اخته دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG