لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چارسده کې شپږ تبليغي چينايان قرنطين کړی شوي، مرستيال کمشنر وايي


د چارسدې ضلعې مرستيال کمشنر ويلي، د چین سره تعلق لرونکي شپږ تبليغيان په جومات کې قرنطين کړی شوي دي، او په ضلع کې د نورو بهرنيانو تبليغيانو لټه روانه ده.

د چارسدې مرستيال کمشنر عادل شاه وايي، د چين سره تعلق لرونکي شپږ تبليغيان د پړانګو تاڼې په علاقه کې په جومات کې قرنطین کړی شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغو کسانو سکريننګ شوی خو په دوی کې په سمدستي توګه د کرونا وايرس نخښې نه دي مالومې شوي او بيا د احتياط په توګه دا کسان د اووه ورځو دپاره په جومات کې قرنطين کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو برخو څخه اوس هم داسې خبرونه ترلاسه کيږي چې تبليغي جوماتونه خپله فعاليتونه دوامداره ساتي او په دوی کې د چين، فرانس او افغانستان ترڅنګ د نورو هېوادونو وګړي هم شامل دي.

د علاقې د يو د تبليغي مرکز د شورا غړي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وويل چې د رائيونډ د مرکز نه ورته لارښوونه شوې چې نوي جوماتونه نه تشکيلوي علاقايي کسان دې خپلو سيمو ته ستانه شي او بهرني يا د لرو علاقو تبليغيان دې ځان تر جوماتونو محدود وساتي.

د نړۍ د هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او د دې وبا د مخنیوي په لړ کې حکومت ځينې ګامونه پورته کړي چې پکې په تعلیمي ادارو کې رخصتي ورکړی شوې بازارونه تړل شوي په غونډو او ګڼه ګوڼه جوړولو بندېز لګول شوی دی.

د صحت د چارو پوهان ډاکټر فېروز شاه وايي، د دې وايرس نه خطر هغه چاته ډېر سېوا دی چې په ګرځېدو او د خلکو سره په مېلاوېدو کې احتياط نه کوي.

پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې چې تراوسه پورې د کرونا وايرس څومره پېښې مخې ته راغلي په هغو کې زياتره د ايران څخه راغلو زايرينو دي او له دې نه علاوه نور داسې کسان هم رپوټ شوي چې د بهرنيو هېوادونو څخه راغلي او له دغې وروسته بيا په ځايي خلکو کې دا وبا خوره شوې چې اوس هم دوام لري.

پاکستان د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې د نورو هېوادونو سره ځمکنۍ لارې تړلي او د بهر نه يې د الوتکو پروازونه هم ودرولي دي.

حکومت ويلي په جوماتونو کې دې د ګڼې جوړولو ډډه وشي او بيا د سند او بلوچستان حکومتونو په جوماتونو کې د درې يا پينځه کسانو نه په سېوا کسانو ورتلو بندېز لګولی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG