لاس رسیدونکی لینک

 
په نيويارک کې کرونا وايرس په يوه ورځ نور ۷۷۹ کسان مړه کړي
تازه خبر

په نيويارک کې کرونا وايرس په يوه ورځ نور ۷۷۹ کسان مړه کړي


د امریکې د نيويارک ايالت چارواکي وايي چې د شورو، چارشنبې په ورځ د کرونا وايرس له امله لږ تر لږه ۷۷۹ کسان مړه شوي کوم چې د تېرو ورځو په پرتله تر ټولو زيات دي.

په نيويارک کې دا وخت تر يونيم لاک پورې کسان د کرونا وايرس په رنځ اخته شوي دي.

د نيو جرسي د ګورنر فلپ ډي مرفي ترمخه په تېرو څليريشتو ساعتونو کې د مړو شمېر ۲۷۵ ته رسېدلی کوم چې د سه شنبې يا نهې په ورځ ۲۳۲ ؤ.

دا وخت په نيو جرسي او نيويارک کې د مړو شمېر ۷۷۷۷۲ ته رسېدلی کوم چې د امريکا د نورو ټولو ايالتونو نه زيات دی.

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، په روغتونونو کې د مريضانو شمېر درې فيصده زيات شوی دی کوم چې په تېره اوونۍ کې ۲۵ فيصده ؤ.

کومو دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې په راتلونکې څو ورځو کې به د مړو شمېر نور هم زياتېږي.

بل اړخ ته د نيويارک ښاروال ډي بلاسيو ويلي، په ژبه د نه پوهېدو له امله هم ډېرو خلکو ته هغه معلومات ګټه نه ورکوي څومره چې پکار دي.

بل اړخ ته د کوينز روغتون چارواکو د اکسيجن د کمي له کبله ۱۷ مريضان نورو روغتونونو ته وړي دي. دا لومړی ځل دی چې د کرونا وايرس راتلو وروستو په روغتونونو کې د اکسيجن کموښت مخې ته راغلی دی.

د نيويارک ښار د چارواکو په وينا چې دغه مريضان د جمايکا روغتون نه د الباني روغتون ته د هېلي کاپټر او اېمبولينسو له لارې وړل شوي دي.

د جونز هوپکنز روغتون د معلوماتو ترمخه په امريکا کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېر د څوارلس نيم زره نه زيات شوی او تر دې دمه په ټوله امريکا کې تر څلور لاکه او پينځويشت زرو پورې کسان د کرونا وايرس ښکار شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG