لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس په پاکستان کې مېشته افغان کډوال د بدې ورځې سره مخ کړي، کډوال وايي


په پاکستان کې په افغان کډوالو کېمپونو کې مېشت کډوال وايي کرونا وايرس د بدې ورځې سره مخ کړي، د خوراکي توکيو د کمي سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې زیاتره د لاسو خوراۍ کوي، وايي د ورځې په خوارۍ د ژوند بنيادي ضرورتونه پوره کوي.

د خېبرپښتونخوا په مانسهره علاقه کې د افغان کډوالو په کېمپ کې مېشته يو٣٥ کلن ځوان جرنېل پښتون چه هم دغلته زېږېدلی او لوی شوی ، وايي د کرونا ويره په خپل ځای خو دوي د ډوډۍ او خوراک د فکرسره مخ شوي ، ځکه چه کاروبارونه يي ولاړ او د کېمپونو بهر په وتلو بندېز دی.

په وروستيو کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان افغان کډوالو ته هم د مالي مرستو ورکولو ويلي، چې دغو کېمپونو ته به هم هغه ډول مرستې رسوي کومې چې د پاکستاني وګړو دپاره اعلان شوي دي.

په کېمپ کې ميشت يو بل تن داود خان وي او ای ډیوه ته ويلي ، چې د حکومتي ژمنيو يې اورېدلي خو لا تر دې دمه عملي شوي نه دي، دوي ته نه خو د حکومت او نه کوم غېر دولتي ادارې تراوسه هيڅ قسمه مرستې ورکړي دي.

هغه وايي خلک د خوراکي توکيو د کمي سره مخ دي او دغو حالاتو د بدې ورځې سره مخ کړي دي.

د شمېرو ترمخه د مانسهرې د کډوالو په کېمپ کې د ۲۵۰۰ پورې کورنۍ مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرو ترمخه د دوی سره په پاکستان کې ۱۴ لاکه رجسټرډ کډوال دي.

خو راپورونه وايي چې په پاکستان کې د ۲۹ لاکه پورې کډوال په کېمپونو او د کېمپونو نه بهر ژوند کوي.

په پاکستان کې په مجموعي توګه د افغان کډوالو ٥٤ کېمپونه دي، چې پکې تر ټولو زيات ٤٣ په خېبر پښتونخوا، ١٠ په بلوچستان يو د پنجاب په ميانوالۍ کې دی په کراچۍ کې هم افغان کډوال په يو کېمپ کې مېشته دي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG