لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کنډي: د پښتونخوا جنوبي ضلعې د مازيګر وروسته د وسله والو په ولقه کې وي


د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي ويلي، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي پرون 22م دسمبر مطبوعاتو سره خبرو کې د صوبې د امنيت په سر د تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کړي دي.

هغه ويلي، په ډېره اسماعيل خان، کوهاټ او بنو کې د مازيګر وروسته د کوره نه شې وتلی.

ډېره اسماعيل خان د ګورنر او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امین ګنډاپور پلارنۍ علاقه ده.

کنډي ويلي، د تحریک انصاف پخواني حکومت وسله وال راوستي، په صوبه کې یې اباد کړي او د [کابل] د سرينا هوټل د چای پياله ورته سخته ګرانه پرېوتې ده.

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، له دغې نزدې شل ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه وخت مشر جنرل فېض حميد کابل ته رسېدلی، د کابل د يو هوټل عکس یې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی، چې نور کسان هم ورسره ولاړ دي، او هغه د چای کپ په لاس کې نيولی وو.

هغه يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، هر څه به سم شي، د ويرې هیڅ خبره نشته.

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.

په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت د فېصل کريم کنډي پروني بيان ته هم سمدستي کوم غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې یې تل د ګورنر خبرې رد کړي او سياسي بيانونه یې ورته ويلي دي.

په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې، په ځانګړي ډول جنوبي او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

صوبايي حکومت دعوه کوي، د امنیت دپاره د پوليس ځواک نور پياوړی کوي او امنیت به ټينګ ساتي.

پرون د خېبرپښتونخوا د ګورنر په فېس بک پاڼه ويل شوي، په څلورم دسمبر د ګورنر لخوا راغوښتل شوي ټول ګونديز کانفرنس په رڼا کې د صوبې د حقونو دپاره سياسي او تکنيکي کمېټۍ هم جوړې کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG