لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین له تایوان سره د واشنګټن د پوځي مرستو مخالفت کړی، وایي "امریکا له اور سره لوبې کوي"


د چین حکومت د یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکې په هغه وروستي اعلان باندې اعتراض کړی چې په تایوان باندې د پوځي وسایلو د خرڅولو او مرستې په اړه یې کړی او خبرداری یې ورکړی چې امریکا "له اور سره لوبې کوي".

سپینې ماڼۍ د شنبې- خالي په ورځ وویل، صدر جو بایډن د امریکې د دفاع وزارت د موادو او خدمتونو له بودیجې څخه له تایوان سره د پوځي تعلیم او روزنې په برخه کې د مرستو لپاره د 571 میلین ډالرو چمتو کولو اجازه ورکړې ده.

د امریکې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، له یادې پوځي مرستې پرته پر تایوان باندې د 295 میلین ډالرو په ارزښت پوځي وسایلو د خرڅولو منظوري هم ورکړل شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له امریکا په ټینګار سره غوښتي چې تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي او وایي واشنګټن دې "دا خطرناک حرکتونه ودروي چې د تایوان په تنګي کې امن او ارامۍ ته زیان رسوي".

د امریکې د پوځي وسایلو د پلورلو او مرستې مقصد له تایوان سره مرسته کول دي چې د ځان دفاع وکړي او د چین د برید مخه ونیسي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي،‌ "دغه اقدام په کلکه د چین ملي‌ خودمختارۍ او امنیتي ګټو ته زیان رسوي."

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم سپینې ماڼې له تایوان سره د 567 میلین ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې منظوري ورکړې وه.

تېره اوونۍ د تایوان د دفاع وزارت خبر ورکړ چې 38 ابرامز ډوله امریکايي ټېنکونه ورته سپارل شوي دي.

د تایوان د چارو لپاره د چین د بهرنیو وزارت ځانګړي دفتر ویلي، د واشنګټن دا اقدام د "خپلواک تایوان" د ملاتړ نه کولو په اړه د امریکې د مشرانو له ژمنو سره په ټکر کې دی.

د چین د دې دفتر ویاند ژو فینګلین وویل،‌ "موږ له امریکې غواړو چې تایوان ته د وسلو ورکولو بهیر ژر ودروي او په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي."

امریکا تایوان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني خو د دغه ټاپو یو سټرېټیجیک متحد او د پوځي مرستو لوی ملاتړی دی.

بېجینګ پر تایوان باندې د ملکیت دعوه لري او وايي د چین له خاورې سره د دغه ټاپو د بیرته یو ځای کولو لپاره به د پوځي ځواک په ګډون له ټولو لارو کار واخلي.

په تایوان باندې د امریکې د تازه پوځي وسیلو په پلور کې د شاوخوا 300 ټېکټیکل رېډیو سیسټمونو لپاره 265 میلین ډالره او د 16 ګن ماونټ لپاره 30 میلین ډالره شامل دي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له خوا ورباندې د دواړه ځله پوځي وسیلو د خرڅلاو د منظورۍ هرکلی کړی، پر خپله ایکس پاڼه یې په یو پوسټ کې ویلي، دا زموږ د دفاع لپاره د امریکې د حکومت د "ژمنتیا" تایید کوي.

په اکتوبر میاشت کې هم امریکې په تایوان باندې د دوه ارب ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅولو منظوري ورکړه، چې په لومړي ځل باندې له ځمکې هوا ته د ویشتونکي پرمختللي میزایل دفاعي سیسټم هم پکې شامل وو.

تایوان د دسبمر میاشتې په پیل کې غوښتنه وکړه چې چین دې تایوان ته په نیزدې اوبو کې خپلې روانې پوځي هلې ځلې پای ته ورسوي، چې د دې هېواد په وینا دا امن او ارامۍ ته زیان رسوي او د نړیوالو بېړیو او تجارت د ګډوډوۍ سبب کېږي.

یادونه:- د رپوټ زیات مواد له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG