لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د مسلمانانو یو تنظیم په روژه کې خلکو ته د انټرنیټ له لارې د عبادت اسانتیا ورکوي


نیویارک ــــ د امریکې په نیویارک ایالت کې د لايف فار ريليف اېنډ ډوېلپمنټ نومي تنظيم وايي د کرونا وایرس له وجې به په راتلونکې روژه میاشت کې دوی په امريکا او کېنېډا کې مسلمانانو ته د انټرنټ يا وېب کانفرنس له لارې د لمونځ او عبادت کولو اسانتياوې ورکوي او د دې لپاره يو کمپاين پېل کړی شوی په کوم کې چې دوی د جوماتونو د امامانو لپاره بېلا بېلې روزنیزې غونډې کوي.

همداراز به دوی نه يواځې د يو بل سره د اړيکو جوړولو لپاره لار ومومي بلکې د کرونا وايرس په ضد به يو ګډه تګلاره هم جوړه شي. د یاد تنظیم د رابطې مشره هاله سن یورا شعېب وي او اې ډیوه ته وویل، دوی دا کمپاين له تېرو دوو اوونيو پېل کړی او دا مهال د دوی سره د امريکا او کېنېډا نه شاوخوا ۳۰۰ د جوماتونو امامان برخه اخلي:

"دغه امامانو ته دا ښیو چې د دې اېپ (زوم) او فېسبوک له لارې لمونځونه او د روژې عبادتونه څنګه کېږي".

هغه زياتوي چې دوی په راتلونکي وخت کې د يهوديانو عبادت خانو (سېنيګاګ) او عيسايانو (کلیساګانو) ته هم ځي چې داسې د ټېکنالوجۍ له لارې د کرونا وايرس مخنيوی وشي، دا به د مذهبي ورورولۍ لويه نمونه وي.

د دې تنظيم د چارواکو په وينا دوی له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې کار کوي او تر دې دمه يې د بشري خدمت په لړ کې د 481.6 میليونه ډالره د 46 نه زياتو هېوادونو کې خرڅ کړې دي چې پکې پاکستان، افغانستان، ګانا، هېټي، عراق، اردن، لبنان او فلسطين شامل دي.

دې کمپاين ته غبرګون:

په نيويارک کې د يو اسلامي مرکز "هل سايډ اسلامک سنټر" مشر شېخ عبادولي وايي، په اسلام کې داسې ډېر مثالونه شته چې د موجوده حالاتو يعنې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروسته دا ممکنه ده چې په انفرادي توګه په خپلو کورونو کې لمونځونه وشي.

د نوموړي په وينا جومات د عبادت ځای دی او د دې د اهميت نه انکار نه شي کېدلی خو په دې حالاتو کې په خصوصي توګه په روژه کې که په خپلو کورونو کې لمونځونه وشي نو دا څه بده خبره نه ده.

ښاغلی عبادولي وایي دا وخت د کرونا وایرس له امله جوماتونه بند دي، کوفه او خانه کعبه تړل شوې نو په دې حالاتو کې د ټېکنالوجۍ له لارې خپله ټولنه بايد خبر وساتل شي. شېخ عباد زياتوي چې ولس ته به د انټرنټ او ويډيو له لارې د تراويح او جمعې د لمونځ کولو لار هم ښودل کېږي.

هغه وايي دوی له وړاندې هم د انټرنټ له لارې هلکانو او جينکو ته زدکړې ورکوي او دا وخت شاوخوا 500 ماشومان او ماشومانې د انټرنټ له لارې په زدکړو کې برخه اخلي.

د ټېکنالوجۍ د استعمال په اړه شېخ عباد وويل، په روژه کې د ماښام نه تر ماسخوتنه دوی انلاين کلاسونه، د لمونځ او تراويح کولو طريقې ښيي او ويډيوګانې يې خپروي.

همداراز د نيويارک د بروکلېن سيمې د مسجدِ قبا امام عثمان علي وايي، د کرونا له امله د مقامي چارواکو د امر په رڼا کې جوماتونه بند شوي، په داسې حال کې روژه فرض خو د تراويح لمونځ لازم نه دی، هغه وايي خلک دا پوښتنې کوي چې د ټېکنالوجۍ په دې جديد دور کې خلک د خپل کور نه د انټرنټ له لارې تراويح وکړي که نه؟ هغه وايي د امريکې شريعه بورډ دا پرېکړه کړې، هغه کومه فتوه نه ورکوي:

"د خپل عمل په رڼا کې دومره وايم چې روژه او تراويح دواړه بېلابېل عبادتونه دي، تر کومه چې د انټرنټ له لارې د تراويح سوال دی نو چې چرته جمع نه وي هلته د انټرنټ له لارې د تراويح څه معنا نه لري. پخوا به خلکو د ټي وي له لارې د حرمين نه د تراويح کولو سره سره خپلې تراويح کولې خو اوس دې وخت کې څه فتوه يا مثال نشته".

بل اړخ ته ځينې کسان داسې هم دي چې د جوماتونو يا نورو د عبادت د ځايونو د بندولو په ضد نظر لري.

د نيويارک د بروکلېن سيمې يو اوسېدونکی قديم خان وايي، جوماتونه بايد خلاص کړی شي ځکه چې د دوی په نظر چرته عبادت وي هلته روحانيت وي او هلته کوم مرض نه راځي.

په امریکا کې د کرونا وايرس د خورېدو وروسته ټول د عبادت ځايونه، د لوبو مېدانونه، کاروباري مرکزونه، سکولونه، پوهنتونونه بند کړل شوي او د ګڼې ګوڼې جوړولو نه خلک منع کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG