د امريکا په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس له امله دغه ايالت له وړاندې تړل شوی دی او ګورنر اندريو کومو د پنچشنبې يا زيارت په ورځ اعلان کړی دغه موده به د مۍ تر ۱۵مې نېټې غځول کېږي.
دا اعلان له هغې وروسته شوی چې په نيويارک ايالت کې تېره ورځ ۶۰۶ کسان د دې وايرس له امله مړه شوي او د مړو شمېر ۱۴۶۳۶ ته رسېدلی دی.
ګورنر کومو ويلي، هغوي به نزدې ايالت نيو جرستي ته ۱۰۰ وېنټي لېټرې هم لېږي چرته چې د مړو شمېر مخ په زياتېدو دی.
په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله د ښار د ګاډو يا ټرانسپورټ نظام ته اته اعشاريه پينځه اربه ډالره زيان رسېدلی او د زيارت په ورځ د ښار د ټرانسپورټ محکمې ويلي، دوي به لا نور زيان ته مخامخ وي.
بل اړخ ته ښاروال ډي بلاسيو ويلي، دوي به هغه مريضانو ته ويړيا د هوټل اسانتياوې ورکوي چا ته چې د قرنطين کېدلو ضرورت وي او د دې لپاره ۱۱زره د هوټلو کوټې ځان له کړې شوې دي. هر هغه څوک چې د ګڼو خلکو ترمنځ اوسېږي يا کورونه نه لري، هغوي ته د نيويارک حکومت دا اسانتاوې ورکوي.
د سرکاري شمېرې ترمخه په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله تر دې دمه د دوه لکه دوه ويشت زره نه زيات خلک د کرونا وايرس ښکار دي، د ۱۷ زره نه زيات روغ شوي دي.
د نيويارک ښار ګورنر اندريو کومو په ټولنيزو رسنيو ټوېټر خپور کړي يو بيان کې دا هم ويلي چې د جمعې د ورځې نه به هر تن له دا لازم وي چې د مخ پټولو لپاره ماسک يا بل کوم څيز استعمال کړي. غېرضروري کار کوونکي به تر ۱۵م مۍ په کورونو کې اوسي او د نيويارک د بيا خلاصولو عمل به په بېلا بېلو پړاوونو کې پېلوي.
هغه زياتوي چې تر څو دا خطر موجود وي، کاروبارونه به نه خلاصېږي.
د ذکر وړ ده چې دا وخت په امريکا کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېر د شپږ لکه اووه
شپېته زره نه زيات شوی او تر دې دمه د دوه دېرش زره نه خلک د دې وايرس نه مړه شوي دي