د پاکستان د سند صوبې حکومت د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکايي ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنې او تښتولو په مقدمه کې د سند هايکورټ اورول شوې فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.
د پاکستان د سند ايالتي محکمې (سند هایکورټ) د روانې مياشتې په دوېمه نېټه د امریکايي ژورنالسټ ډېنئيل پرل د تښتولو او وژلو په مقدمه کې فېصله اورولې، او په فېصله کې يې د مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا يې په اووه کاله بند بدله کړې وه.
او د هغه سره په مقدمه کې نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.
د یادې فېصلې وروسته د صوبې څارنوال ( د سند پراسيکيوټر جنرل) ډاکټر فېض شاه ويلي ؤ دغه فېصله به په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.
د سويلي اسيا دپاره د امریکې د بهرنيو چارو ځانګړې استازې اېلس ويلز د پاکستان د حکومت هرکلی کړی ؤ چې دغه فېصله چېلنج کوي.
ډاکټر فېض شاه په فېصله چېلنج کولو کې ويلي چې د تورنو کسانو پېژندګلو (شناخت پرېډ) په عدالت کې ثابت شوې وه.
هغه په اپيل کې دې خبرې ته هم اشاره کړې چې هغه ويډيو چې پکې د وال سټريټ جنرل د خبريال د وژنې پېښه ښودل شوې هغه د پوهانو لخوا ثبت شوې وه چې پکې د پاکستان د سرکاري ټيلي ويژن پوهان هم شامل ؤ او دغه ويډيو نه وه چېلنج شوې.
نوموړي په اپیل کې دا هم ويلي چې ذ کوټلي ثبوتونو او د مرکزي تورن او د هغه د ملګري احمد عمرشېخ د ښکار اعترافي بيان سره د سند هايکورټ فېصله دوامداره نه شي ساتل کېدی ځکه دغه فېصله دې يوې ډډې ته کړی شي.
د سند هايکورټ د دوه ججانو بنچ چې مشري يې جسټس محمد کريم خان اغا کوله، د سزاوار شوؤ لخوا په خواستونو ياده فېصله اورولې وه.
د عمرشېخ وکيل خواجه نويد د عدالتي فېصلې وروسته ميډیا سره په خبرو کې ويلي ؤ، چې عدالت د عمرشېخ د مرګ سزا اووه کاله بند ته راکمه کړه او هغه ته دغه سزا يواځې د تښتولو په تور کې واورول شوه.
هغه ويلي ؤ پاتې درېو ته چې د عمر بند سزا اورول شوې هغه بري کړی شو په هغو یو څيز هم ثبوت نه شو.
د ژورنالسټ ډېنئيل پرل د وژنو او تښتولو په مقدمه کې په کال ۲۰۰۲ کې مرکزي تورن احمد عمر شېخ ته د مرګ سزا او د هغه سره درې نورو ملګرو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.
ډېنئيل پرل د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، او د کال ۲۰۰۲م د جنورۍ د مياشتې په ۲۳نېټه کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروستو پاکستاني چارواکو ويلي ؤ ، چې د ډېنئيل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته مېلاؤ شوې ده .
د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه.
له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې په ياده مقدمه کې بل تورن تن قاري هاشم هم د حېدر اباد د ترهګرۍ عدالت بري کړی ؤ.