په پاکستان کې نن د نهې په ورځ ۱۳ نور کسان د کرونا وائرس له امله مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې دکرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۳۱۲ؤ ته رسېدلې ده.
پاکستاني مطبوعات د کرونا د څار دمرکز په حوالې ورکولو وایي دنهې په ورځ ګرد هیواد کې دکرونا وائرس ۴۴۷تازه پېښې ثبت شوي اؤ دا مهال په ټول هیواد کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۱۴۵۰۴ ښودل شوې.
دکرونا وائرس له امله تر ټولو زیات خلک په خیبر پښتونخوا صوبه کې مړه شوي چې شمیره یې ۱۰۴ ده اؤ په دغه صوبه کې ۱۹۸۴کسان په کرونا وايرس ککړ دي.
همدا شان پنجاب کې کرونا وائرس دنورو ټولو صوبو په پرتله په زیاته کچه خواره شوي چې دکره معلوماتو له مخې دغلته د کرونا د ناروغانو شمیره ۵۷۳۰ ښودل شوې.
سندهـ صوبه کې ۵۲۹۱،بلوچستان کې ۸۵۳،ګلګت بلتستان کې ۳۲۰،اسلام اباد کې ۲۶۱ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دکرونا وائروس ۶۵پېښې ثبت شوي دي.
پاکستان کې دکرونا دڅار مرکز وایي نن چې کوم ۱۳ ناروغان د کرونا له امله مړه شوي هغې کې دڅلورو تړاؤ دپنجاب،داوو سندهـ اؤ د یو ، یو تړاؤ دبلوچستان اؤ اسلام اباد سره دی.
کرونا وائرس تیرکال ددسمبر په میاشت کې دچین په ووهان ښار کې مخې ته راغلي وؤ اؤ دغلته یې په زرګونو کسان اغیزمن کړي اؤ وژلي ؤؤ.
چین له سختو ګامونو پورته کولو وروسته په دې وائرس قابو موندلې وه اؤ تر اوږدې مودې پورې یې لاک ډان کړی ؤ خو اوس په دغه هیواد کې کاروباري فعالیتونه بیرته پیل شوي ولې په حفاظتي تدابیرو په سختۍ سره عمل روان دی.
دامهال امریکا دکرونا وائرس له امله تر ټولو زیاته ځپل شوې چې دغلته یو میلیون ،۱۰زره اؤ۵۰۷کسان په کرونا وائرس اخته شوي اؤ ۵۶زره ۸۰۳کسان مړه شوي دي.
ټوله نړۍ کې تر دې وخته دکرونا وائرس څخه ۳۰لکه ۷۳زره اؤ۵۰۹ کسان اغیزمن دي اؤ دوه لکه ۱۱زره اؤ ۷۶۶کسان ترې مړه شوي هم دي