لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر ډبلیو: پاکستاني چارواکو د ادریس خټک د موندنې لپاره سنجیده پلټنې نه دي‌ کړې


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په پاکستان کې له تېرو شپږو میاشتو د بشري حقونو او سیاسي مبارز ادریس خټک پر بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې او تور یې پورې کړی چې پاکستاني چارواکو د هغه د جبري بې درکۍ په اړه سنجیده پلټنې نه دي کړې.

56 کلن ادریس خټک د نومبر په 13مه نېټه صوابۍ ته پر لاره له خپل موټرچلوونکي سره یو ځای ناپېژاندو کسانو وتښتاوه چې ډرېور یې وروسته خوشی کړ، خو هغه لا تری تم دی او کورنۍ یې وایي د هغه په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نه لري.

ایچ آر سي پي پخپل تازه رپوټ‌ کې ویلي، د خټک کورنۍ پېښور هایکورټ ته د هغه بې درکۍ په اړه درخواست ورکړی وو او غوښتنه یې کړې وه چې هغه دې عدالت ته وړاندې شي. وایي هایکورټ حکومت ته د هغه د درک لګولو امر کړی وو، خو وایي چارواکو تر اوسه ورته هیڅ جواب نه دی ویلی.

د ادریس خټک لطیف اپریدی وایي، تر اوسه هیچا هم نه ده منلې چې هغه له چا سره دی. اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل چې په قضه کې یې وخت په وخت تاریخونه بدلېږي او یو شمېر ادارو خپل بیانونه رکارډ کړي دي خو استخباراتي ادارې ای ایس ای لا تر اوسه عدالت ته خپل بیان نه دی ورکړی:

"په پاکستان کې خو دا شل کاله داسې کېږي، امریکه، برتانیا او نوره نړۍ هم په خبره ده، که د هغوی ملاتړ ورسره نه وای نو پاکستان داسې نه شو کولای، هغوی مرستې ورکوي او دوی چې د انساني حقونو احترام نه کوي نو سړی څه ووایي".

د اېشیا لپاره د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې مشر بریډ ایډمز د پاکستان له حکومته په ټینګار غوښتنه کړې چې د ادریس خټک په اړه بیړنۍ پلټنه وکړي او عدالت ته رپوټ ورکړي چې هغه چېرې دی:

"دا د پاکستان نړیواله قانوني ذمه واري ده چې د جبري بې درکه خلکو پلټنه وکړي، په دې کې د لاس لرونکو کسانو په ضد قانوني ګامونه واخلي او د هغو کورنیو درد ختم کړي چې د خپلو بې درکه کسانو لپاره یې ګالي".

ادریس خټک د پښتونخوا د نوښار سیمې اوسېدونکی دی او په پاکستان کې یې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان ته کار کړی وو. د دې تر څنګ هغه د بلوچستان صوبې د ملتپال نېشنل ګوند غړی او پخپله صوبه کې د ګوند جنرل سیکرټري دی.

ایچ آر ډبلیو پخپل رپوټ کې وایي چې د ادریس خټک لور پخپل یوه وروستي بیان کې لیکلي "موږ ته د هغه په اړه هیڅ نه دي ویل شوي چې هغه چېرې دی او نه یې وجه راته معلومه ده چې ولې تښتول شوی دی. موږ ناهیلي یو او نه پوهېږو چې هغه به کله را ستون شي. موږ یې هره ورځ را یادوو".

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې تور پورې کړی چې پاکستاني امنیتي ځواکونه له اوږدې مودې د خلکو په جبري بې درکۍ کې لاس لري خو وایي تر اوسه ورته له سزا کېدو مستثنی دي، خو پاکستاني پوځ او نورو امنیتي ادارو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

په رپوټ‌ کې ویل شوي‌ چې په پاکستان کې د بې درکه خلکو د موندنې سرکاري کمېشن د تېر 2019م کال په دسمبر کې رپوټ ورکړی وو، چې د 2,141 بې درکه کسانو کېسونه تر اوسه نه دي فیصله شوي. وایي حکومت تر اوسه د هغوی کورنیو ته جواب نه دی ورکړی، چې یا دوی سزا کړي او یا یې له غیرقانوني پټو زندانونو خوشي کړي او د دوی په بې درکۍ کې لاس لرونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

ایچ آر ډبلیو وایي، وزیراعظم عمران خان چې په حکومت کې نه وو د خلکو پر جبري بې درکۍ به یې کلکې نیوکې کولې او چې وزیراعظم شو د دې په عمل په ضد یې یوه قانوني مسوده هم تیاره کړه خو وایي تر اوسه یې پارلمان ته د منظورۍ لپاره نه ده وړاندې کړې.

په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم د 25000 زره او د پښتنو د حقونو لپاره کارکوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ د شاوخوا لس زره پښتنو د جبري بې درکۍ دعوې کوي، خو د پاکستان حکومت دا دعوې رد کړې دي او دا شمېر ډېر کم ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG