واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو پخپل وروستي رپوټ کې دعوه کړې چې د پاکستان له بېلابېلو ترهګرو تنظیمونو سره تړلي تر 6500 پاکستاني وسلوال په افغانستان کې جنګېږي، هند دا په ګاونډیو هېوادونو کې د پاکستاني وسلوالو په اړه د خپلو دعوو ثبوت بللی خو پاکستان د هند دعوې رد کړې دي.
دغه رپوټ د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تجزیاتي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې له خوا خپور شوی، چې وایي په افغانستان کې په جنګېدو بهرنیو وسلوالو کې پاکستاني ترهګر د پام وړ برخه لري.
رپوټ د افغان چارواکو له خولې وایي چې په دغو پاکستاني وسلوالو کې د تحریک طالبان پاکستان، جیش محمد او لشکرِ طیبه ډلې وسلوال د افغانستان امنیت ته زیات خطر دي، خو وایي د دې تر څنګ د داعش خراسان ډلې پاکستاني وسلوال هم په افغانستان کې جنګېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې په افغانستان کې د پاکستاني وسلوالو د جنګېدو په اړه د ملګرو ملتونو دعوې ته په جواب کې څه نه دي ویلي، خو وایي د ملګرو ملتونو په رپوټ کې په پاکستان کې د [وسلوالو] د "پټو پناځایونو" هیڅ ثبوت نه شته.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، چې هند پخوا لا ویلي وو چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی، وایي ملګرو ملتونو په خپل رپوټ سره د دوی دا دعوه په ثبوت و رسوله.
وي او اې ډیوه چې په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ معلوم کړ، نو هغوی نه پخپل تفصیلي جواب کې نه یواځې د هند دعوه رد کړې بلکې ویلي یې دي چې هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له رپوټه غلط مفهوم اخیستی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په خپل بیان کې ویلي "پاکستان د هند ناوړه تورونه په کلکه ردوي چې مقصد یې د پاکستان په اړه اړه نړیواله ټولنه ګمراه کول دي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي، د ملګرو ملتونو رپوټ مسخ کول، د هغه په بنیاد په غلط بیانۍ سره پر پاکستان تورونه لګول دا څرګندوي هند په افغان سولې بهیر کې پېچلتیاوې پیدا کوي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال هم په افغانستان کې جنګېږي او د دې هېواد امن ته یې خطر پېښ کړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا د خپلو هغو دعوو ثبوت بللی، چې وایي د ټي ټي پي د هند په ملاتړ د پاکستان په ضد په افغانستان کې فعالیت کوي.