په پېښور کې تر دې مهاله ۲۲ خبریالان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ یو خبریال فخرالدین سید له دې موذي ناروغۍ څخه تر اوسه مړ شوی دی .
دخبریالانو سازمانونه وایي چې خبریالان دکرونا په ضد په وړومبۍ کرښه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي خو تر اوسه نه حکومت اؤ نه هم نشریاتي ادارو ددغو خبریالانو د ژغورنې دپاره څه رقم ګامونه اخستي دي.
پاکستان کې دتیرې څه دپاسه یوې میاشتې راهسې کرونا وایرس په چټکټیا سره خوریږي اؤ دصحت محکمې دشمیرو له مخې تر دې دمه په دغه هیواد کې ۹۳۹۸۳ کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوي اؤ ۱۹۳۵ په دې ناروغۍ مړه شوي هم دي.
پېښور کې دخبریالانو د اتحادیې خیبر یونین اف جرنلسټس عمومي سکتر محمد نعیم د خالي په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي پېښور کې په دومره لویه کچه دخبریالانو په کرونا وایرس د اخته کیدو علت دادی چې پېښور دصوبې مرکز دی اؤ ددې ځائ خبریالان دنړۍ باخبره ساتلو په غرض هر وخت په اوله کرښه ولاړ وي.
هغه وویل “مونږ ډیر خوږ اؤ قابل ملګری فخرالدین سید نزدې ورځو کې د لاسه ورکړو اؤ ۲۲ نور صحافیان هم په کرونا اخته شوي چې هغوئ کې دځېنو روغتیايي حالت ښه شوی اؤ ځېنې اوس هم قرنطین کې شپې ورځې تیروي”
خو محمد نعیم ګیله کوي چې دخیبر پښتونخوا حکومت اؤ نشریاتي ادارو د خبریالانو د کرونا نه د ژغورلو یا علاج معالجې دپاره هیڅ رقم ځانګړي ګامونه نه دي اخستي.
هغه وویل صوبایي حکومت اعلان کړی ؤ چې په کرونا داخته خبریالانو په علاج کیدونکی لګښت به صوبایي حکومت پغاړه اخلي خو نن چې کوم خبریالان کرونا وهلي هغوئ خپلو ادارو هم پرېښي اؤ حکومت یې هم پوښتنه نه کوي.
دپېښور پریس کلب پخوانی دمالیاتو سکتر عماد وحید چې پخپله هم کرونا وایرس اغیزمن کړی اؤ دا مهال په کور کې قرنطین دی، وایي هغه چې دکله نه په کرونا اخته شوی نو دخپلې ادارې لخوا یې هم تنخا نه ده ورکړل شوې اؤ حکومت هم ورته دعلاج لړ کې هیڅ مرسته نه ده ورکړې.
“دا ټولې د خولې ډوزې دي ،الله یې په چا مه راوله خو چې په چا راشي په هغه راغلي وي ، بیا یې هیڅوک دپوښتنې نه وي ، ښه به دا وي چې صحافیان خپل ځانونه پخپله وساتي اؤ د احتیاط نه کار واخلي”
عماد وحید وایي هغه په یوه ورځپاڼه کې دفوټوګرافر په توګه ذمه وارۍ ترسره کوي اؤ مجبوره دی چې دهرې غونډې اؤ هر احتجاج منځته ورشي اؤ دخپلې ورځپاڼې دپاره عکاسي وکړي چې په هغې کې ورته کرونا وایرس ولګیدل خو اوس یې هیڅوک دپوښتنې نه شته .
پېښور کې چې کوم خبریالان په کرونا وایرس اخته شوي دخیبر یونین اف جرنلسټس له مخې هغوئ کې ښاغلی فدا عدیل،شهزاد کاظمي، عامر علي شاه،عماد وحید،اصف شهزاد،واجد شهزاد،ملک عادل زاده،سیدکامران علي شاه،فهد شهزاده،جهانزیب خان،معین علي،رحم یوسفزئ،فیصل اقبال، عمران بشیر،ایس شکیل احمد،لحاظ علي،عارف خان،اسفندیار انجم،اسد علي،شیخ اشفاق حسین،عمران علي اؤ فیاض احمد شامل دي.
په نزدې ورځو کې پېښور پریس کلب دصحت دصوبایي وزیر تیمور جهګړا په رویه سخت ټکونه کړي وؤ چې په کرونا د اخته خبریالانو دعلاج لړ کې هیڅ کمک نه کوي اؤ حتی د خبریالانو سره خبرو ته وخت هم نه ورکوي.
خو ښاغلي جهګړا دا تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه دا مهال پخپلو ذمه واریو کې دومره بوخت دی چې هرچاته وخت نه شي ورکولی