لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آی مظاهره چيانو قافله اسلام آباد حدودو ته داخله شوې ده


د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه د خېبر پښتونخوا نه د پاکستان تحریک انصاف قافلې د اسلام اباد حدودو ته داخل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د قافلو مشري کوي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو دوی د اتوار په ورځ اسلام اباد ته نه وو رسېدلي.

پي ټي آی د خپلو غوښتنو د منظورۍ دپاره د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت ورکول غواړي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو ترمخه د ګل-دوشنبې په ورځ د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ شوو مذاکراتو لومړۍ پړاو بغیر د څه نتیجې ختم شوی دی، او تحریک انصاف د پخواني وزیراعظم عمران خان د سمدستي خلاصون په خپلې مطالبې ولاړ دی.

د رپوټونو ترمخه حکومت پي ټي آی وفد کې شامل مشرانو ته خپل احتجاج پریډ ګروانډ یا پېښور موړ کې د کولو وړاندیز کړی خو پي ټي آی دغه مسترد کړو.

د پولیسو لخوا په راولپنډۍ په مضافاتو کې 26 نمبر چونګۍ سره نزدې د مظاهره چیانو د منتشر کولو دپاره د پوليس لخوا د سخت شېلنگ اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔

تحریک انصاف ګوند وايي، د موټروی او نورو لارو د بنديز له امله یې قافلې په لارو کې د خنډانو سره مخ شوي، ځکه یې تېره شپه په موټر وی تېره کړې ده.

حکومتي وزيران وايي، پي ټي آی د ملک د پرمختګ سفر سبوتاژ کول غواړي، د پي ټي آی د باني عمران خان د خوشي کېدو لاره عدالتونه دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، د بهرنيو مېلمنو ملک ته د راتګ په موقع به هیڅ ډول ګډوډی قبول نه کړل شي، ګډوډی جوړونکي به نيول کيږي.

بلخوا د وي او ای اردو څانګې ترمخه وزیراعظم شهباز شریف د مظاهره چیانو په برید کې وژل شوي یو پولیس کانسټېبل مبشر له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

وزيراعظم هدايات ورکړي دي چي په فوري توګه په پيښه کښي ککړ کسان دې په ګوته کړي شي او ورته سزا دې ورکړل شي.

وزيراعظم د مظاهره چيانو لخوا تشدد په نتيجه كښې ژوبل شوي پوليس اهلكارو ته د علاج سهولتونو ورکولو هدايات هم ورکړي .

د پي ټي آی د احتجاج په مهال اسلام اباد کې د موبايل فون او انټرنېټ خدمات تړل شوي او تعليمي ادارې هم بندې کړل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG