واشنګټن ــــ ماسټر جمال د پښتونخوا د بنو اوسېدونکی شاعر او ادیب وو، چې تېره شپه د جون په 6مه یې د 85 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه د بنو د تنقیدي ټولنې مشر وو، چې د شعر تر څنګ یې د نثر په ډګر کې هم کار کړی وو او د بنو د ګڼ شمېر ځوانانو ادبي روزنه یې کړې وه.
ارواښاد جمال په پښتو او اردو ادبیاتو کې ماسټرۍ (ایم اې) کړې وې او د پښتو او اردو تر څنګ په فارسي، عربي او انګرېزي ژبو هم پوهېده او د درس و تدریس له څانګې سره تړلی وو. د بنو شاعر او لیکوال جاوید احساس وي او اې ته وویل:
"د یو استاد په حیث د دریو څلورو نسلونو تربیت د یو سینېر ادیب په حیث ھم د دریو څلورو نسلونو تربیت یې کړی وو، د بنو د ادبي ټولنو تھذیبي او فکري تربیت کې ماسټر جمال صېب بنیادي لاس درلود، د پښتو او مذھب یو ډېر حسین امتزاج وو".
د ماسټر جمال د شعرونو ټولګه "وچې شونډې" په نوم چاپ ده، خو نور ناچاپ شیان یې هم شته او په دې ورځو کې یې دویمه شعري ټولګه "تر لېمه" هم چاپ ته تیاره وه.
"له اوښکو تر اوښکو" یې ناچاپ ناول دی، د لنډو کیسو (افسانو) مجموعه یې هم ناچاپ ده او د دې تر څنګ یې ګڼ شمېر ادبي او پر ټولنیزو موضوعاتو مضامین هم لیکلي وو چې په کتابي بڼه چاپ نه دي.
دا په یوه کال کې له یوې ادبي کورنۍ د دویم شخصیت مړینه ده. د پښتو مشهور شاعر غازي سیال هم د تېر کال په نومبر کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې. ماسټر جمال د غازي سیال وراره وو.
ماسټر جمال د بنو د اخوندان منډانو کلي اوسېدونکی وو، چې د 1935م کال د جون په 6مه زېږېدلی وو او نن د اتوار- یکشنبې په ورځ (د جون په 7مه) به په همدې سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.
د ماسټر جمال په شاعري کې عشقي او اخلاقي رنګ زیات وو، خو د دې تر څنګ یې د انساني مینې، مترقي فکر او وطن د مینې رنګ هم په شاعرۍ کې جوت وو. د یوې غزلې دوه بیتونه یې ولولئ:
دې تیاره تیاره جهان کې لټوونکی د رڼا یم
توره شپه کې د حالاتو په امید د سپین سبا یم
دا د چا په کلي راغلم دا د چا لارې کوڅې دي؟
پښې مې وروستو پاتې کیږي که یې زه په مخکې بیایم
ماسټر جمال د بنو او شاوخوا سیمو د مشاعرو او ادبي مجلسونو مالګه ګڼل کېده، د ده د شعر ویلو او شاعر ته د داد ورکولو یو ځانګړی انداز وو، یوه بله غزل چې ده په یوه مشاعره کې ویلې وه، په لاندې ډول ده:
چې یې اسمان اسمان کیسې کړې په زمین پاتې شو
چې یې جمشید جمشید کول جام یې خاورین پاتې شو
چې کله وېش وو د شودو نو هر سړی مجنون وو
خو چې کیسه وینې ته راغله میدان سپین پاتې شو
ورته مې زړه له ډېره وخته له ګیلو نه ډک وو
چې مخامخ شو خوله مې بنده زړه مې خوړین پاتې شو
شېرینې! هر څه دې منمه خو په هسکه شمله
که د شملې په بدل وي ستا لونګین پاتې شو
نن د داغونو په فضا کې چې هر څه داغي شول
د الله فضل دی جمال په لمن سپین پاتې شو