دپاکستان حکومت دمالي کال 2020-21 دپاره کلیز بجټ کې دفنکارانو دخیر ښېګړې دپاره یو ارب روپۍ پنګه بیله کړې ده خو پښتانه فنکاران وایي چې هغوئ کله هم دحکومتي مرستو څخه نه دي برخمن شوي.
دجمعې په ورځ د مالي کال 2020-21 وړاندې کولو په مهال قامي اسمبلۍ ته پخپله وینا دصعنتونو اؤ پیداوار مرکزي وزیر حماد اظهر وویل چې هیواد کې د هنرمندانو دخېر ښېګړې پنګه چې وړاندې ۲۵ کروړه روپۍ وه خو دپاکستان د صدر په سپارښتنه اوس نوي بجټ کې یو ارب روپۍ تجویز کړل شوې ده.
هغه وویل دا پیسې به د هنرمندانو د خیر ښېګړې په کارونو کې پکار راوستل کیږي خو په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو د اتحادیې هنري ټولنې مشر ښاغلي راشد خان یوسفزی وایي چې دپښتونخوا فنکاران کله هم د مرکزي حکومت د مرستو څخه نه دي برخمن شوي.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي راشد خان وویل تر اوسه خو مونږ ته هیڅ معلومه نه ده چې دفنکارانو دپاره د مرکزي حکومت کومه پنګه وجود هم لري اؤ که نه ؟
هغه وویل دخیبر پښتونخوا فنکاران وړومبی ترهګرۍ ځپلي وؤ اؤ اوس کرونا دومره وځپل چې د ژوند توان پکې ورک شوی دی خو په داسې حالاتو کې نه مرکزي اؤ نه هم صوبایي حکومت دفنکارانو دپاره دمرستو کوم ځانګړی پیکیج اعلان کړی دی.
هغه وویل دا مهال خیبر پښتونخوا کې د۲۰۰۰ نه زیات فنکاران دکرونا وایرس له امله په کورونو ناست اؤ بې روزګاره شوي دي اؤ په رزق پسې حیران دی خو په داسې حال کې هم دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په نزدې ورځو کې د فنکارانو دمرستې ورلیږل شوې سمري رد کړې ده چې په دې دفنکارانو زړونه مات شوي دي.
خو دخیبر پښتونخوا صوبې د کلتور سکتر ښاغلی کامران اپریدی بیا دا دعوه ردوي چې ګنې وزیراعلی د فنکارانو دمرستې سمري رد کړې ده.
وي او ای ډيوه ته ښاغلي کامران خان وویل دکلتور محکمې لخوا داسې هیڅ سمري وزیراعلی ته نه ده لیږل شوې خو وزیراعلی د خپله انده وینا کړې ده چې د فنکارانو دمرستو دپاره باید راتلونکي صوبایي بجټ کې پنګې بیلې کړل شي.
هغه وویل کله چې صوبایی حکومت خپل بجټ وړاندې کوي نو احتمال شته چې هغې کې به دهنرمندانو دپاره درنې پنګې بیلې کړل شی