لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعامر تهکالي قضیه به پاکستاني محکمو کې تر پائ څارو:افغان سفیر عاطف مشعل


پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلی عاطف مشعل وایي پېښور کې دمیشت افغان کډوال عامر تهکالي (رضي الله)د بې ابرو کولو په پېښه اسلام اباد کې لوړ پوړو چارواکو سره غږیدلی اؤ دغه قضیه به دپاکستان په قضایي اؤ عدلي ادارو کې تر پائ څاري.

وی او ای ډیوه ته د پنجشنبې یا زیارت په ورځ سفیر عاطف مشعل ویلي پېښور کې افغان رضي الله (عامر) سره د ناوړه چلند، شکنجې او د انساني کرامت خلاف قضیه مو تر جدي غور لاندې ده.

دعامر تهکالي په نوم پېښور کې میشت یو افغان کډوال چې په پولیسو پسې یې په سوشل میډیا کنځلې کړې وې د روانې اوونۍ په پیل کې دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ دچهارشنبې په ورځ په ورځ‌ یې دپولیسو په ولکه کې جوړې شوې لوڅې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې.

ددغو ویډیوګانو په خپریدو په ټولنیزو رسنیو سیاسي اؤ مدني فعالانو سخت غبرګون ښودلی اؤ د پنجشنبې په ورځ‌ پېښور کې سیاسي اؤ مدني فعالانو اؤ طالبعلمانو ددې ناروا چلند په ضد د قهره ډکې مظاهرې هم کړي دي.

افغان سفیر عاطف مشعل ډیوه ته وویل” ماته په اسلام اباد کې د چارواکو لخو اطمنان راکړل شوی چې مرتکبین له دندو عزل او توقیف شوي او جدي پلټنه به کیږي”

خو دهغه وینا وه چې “مونږ به د کوربه هېواد صلاحیت لرونکو مراجعو په مرسته، په عدلي او قضایي ادارو کې قضیه تر پایه څارو او ځان به د عدالت د تامین نه ډاډه کوو”

په کابل کې میشت وتلی افغان خبریال اؤ څېړونکی جاوید احمد همیم کاکړ وایي قانون نافذول او عملي کول د قانون نافذوونکو ادارو مسوولیت دی، او بیا چې څوک جرم وکړي، باید ورته دقانون سره سمه سزا ورکړل شي، وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي کاکړ ویلي جرم جرم وي، چې هر څوک یې کوي، خو جزا باید دقانون سره سمه ورکړل شي.

هغه وویل “اوس چې د پيښور پولیسو د عامر ځوان سره کوم ناروا سلوک دې لپاره کړی دی، چې افغان پښتون دی، که چیرې هغه ځایي اوسیدونکی یا د پنجاب او بل ځای اوسیدونکی وای، نو ممکن هیڅ اقدام یې نه وای کړی”

خبریال جاوید همیم زیاته کړه افغانان په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د منشور سره سم د پاکستان د حکومت په رضا مندۍ هلته اوسیږي او قانوني حیثیت لري، پولیس او نورو ادارو ته پکار دي چې دوی ته د انسان او بشر په سترګه وګوري او دانسانیت د تقاضو سره سمه رویه ورسره وکړي.

هغه وایي د یوه ځوان بربنډول ، هغه ته د خور مور کنځلې کول او بیا یې ویډیویي جوړول او ټولنیزو رسنیو کې خپرول دا کوم ډول انسانیت دی، دا خو انسانیت تر پښو لاندې کول دي.

نوموړي ویلي “موږ تر اوسه له ایرانه شکایت کولو چې له افغانانو ناسم چلند کوی او سپکاوی یې کوي اوس چې د پاکستان پولیس هم دا کار کوي، دا ددواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د کرکې د پیدا کولو لامل کیږي”

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ددې پېښې له امله د چهارشنبې په شپه دخپلې دندې څخه لرې کړل شوی اؤ پولیس وایي‌ هغه درې پولیس یې نیولي اؤ په ضد یې مقدمه درج کړل شوې چې د عامر تهکالي نه یې لوڅه ویډیو کړې وه.

عامر تهکالی چې مشران یې دافغانستان څخه پېښور ته څو لسیزې وړاندې راپه کډه شوي،دهغه ورور بلال وي او ای ته ویلي چې پولیسو عامر نه په لوڅه ویډیو کولو دهغوئ ټوله کورنۍ رسوا کړې ده اؤ هغوئ اوس چا سره د سترګو لګولو جوګه نه دي پاتې شوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG