لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د جورجیا هېواد 28 پوځیان په کورونا وایرس اخته شوي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو په مشرۍ په کلک ملاتړ یا ریزلوټ سپورټ مشن کې د جورجیا هېواد 28 تنو ته کورونا وایرس ور پورې شوی دی.

وي او اې د جمعې په ورځ د نېټو د کلک ملاتړ مشن له ویاند سره په دې اه رابطه وکړه، نو هغه وویل د جورجیا د دفاع له چارواکو سره د هغوی د پوځیانو په اړه خبرې وکړئ، خو دومره یې وویل:

"ریزلوټ سپورټ د [کورونا] شخصي پېښې نه تاییدوي، د کورونا په ګډون له هر ډول خطر څخه د خپلو پوځیانو ساتنه زموږ لومړنی کار دی".

د جورجیا د دفاع وزارت په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي‌ چې د نېټو ځواکونو له اصولو سره سم دغه په کورونا وایرس اخته پوځیان بېل ساتل شوي وو او د جورجیا له نورو پوځیانو سره یې نیژدېکت نه درلود.

د جورجیا د دفاع وزارت وایي، خپل دغه پوځیان یې د جرمني د هوایي ځواک په مرسته جورجیا ته ستانه کړي او هلته یې په پوځي روغتون کې درملنه کېږي.

د جورجیا د دفاع چارواکي وایي "د دغو پوځيانو روغتیایي حالت یې ښه دی، دا چې دوی د کورونا نخښې نه لرلې، نو ناروغي یې له پېچلتیاوو او شکایتونو پرته روانه ده، دوی دا وایرس له ځایي افغان پوځیانو اخیستی".

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جورجیا پاته پوځیان روغ جوړ دي خو وایي هغوی به جورجیا ته تر ستنېدو وروسته د دوو اوونیو لپاره په کورنټین کې ساتل کېږي.

جورجیا یواځینی هېواد دی چې د نېټو ځواکونو غړی نه دی خو په افغانستان کې د 38 هېوادونو د دې اتحاد په ملاتړ یې شاوخوا 900 پوځیان هلته کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG