لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوانتامو نه خلاص شوي دحقاني شبکې ترهګر ته پاکستان کې دبند سزا اورول شوې


پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې دحقاني شبکې سره تړاؤ لرونکي یو ترهګر ضیاء حسین ته د ۱۲نیمو کالو دبند سزا اورولې اؤ ددې ترڅنګ یې پرې ۷۰زره روپۍ جریمه هم اېښې ده.

د ضیاء حسین څخه د پلټنو سرته رسوونکي پولیس افسر له خولې د اتوار په ورځ پاکستاني مطبوعاتو ویلي چې سزاوار شوی ضیاء حسین له دې وړاندې افغانستان کې هم امریکایي ځواکونو نیولی اؤ بیا یې ګوانتامو بی زندان ته اچولی ؤ.

دغه پولیس افسر وایي چې د ګوانتانامو بی څخه له راخلاصیدو وروسته ضیاء حسین دناچله ګرځول شوې وسله والې ډلې دپاره دخلکو نه مرستې ټولولوي اؤ هغه د ترهګرۍ دمخنیوي پولیسو د کراچۍ د اتحاد ټاؤن څخه نیولی ؤ.

دضیاء حسین نه دشوؤ پلټنو په اساس هغه افغانستان کې فعاله د طالبانو د ډلې حقاني شبکې یو مهم غړی ګڼل کیږي اؤ دغه ډلې ته به یې مالي مرستې برابرولی.

مطبوعات وایي د خالي په ورځ په کراچۍ کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په هغه دترهګرو سره دمرستې دتور ثابتیدو له امله هغه ته د ۱۲نیمو کالو دبند اؤ ۷۰ زرو روپیو د جرمانې سزا اورولې ده.

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ نه وخت په وخت دالقاعده، طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو مهم مشران اؤ وسله وال نیول شوي .

په کال ۲۰۱۶م کې دطالبانو وژل شوي پخواني مشر اختر محمد منصور هم په کراچۍ کې جائیدادونه لرل اؤ هغه دګل محمد اؤ محمد ولي په نوم جعلي دپیژندګلیو کارډنه جوړ کړي وؤ.

دطالبانو بل مهم مشر ملا عبدالغني برادر هم په ۲۰۱۰ م کې دپاکستان اؤ امریکایی استخباراتي مامورینو په یوه ګډه کارروایۍ کې د کراچۍ څخه نیول شوی ؤ اؤ شا وخوا اته کاله بیا دپاکستان په بند کې پروت وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG