لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي کمپنۍ د کورونا واکسین دوهم پړاو ازمېښت پیلوي


واشنګټن - یوه امریکا مېشته واکسین جوړونکې کمپنۍ په جنوبي افریقا کې چې دا مهال پکې د کورونا زیاتې پېښې دی د خپل واکسین دوهم پړاو ازمېښت پیلوي.‌

نواواکس په یو بیان کې ویلي دي، چې د واکسین دغه کلینیکي ازمېښت به په ۲۶۶۵ بالغو کسانو باندې په جنوبي افریقا کې ترسره شي.‌

همدارنګه دغه واکسین به ۲۴۰ هغو کسانو ته هم ورکړل شي چې په اچ آی وي وایرس باندې اخته دي خو روغتیايي حالت یې ښه دی او دا د دې لپاره چې په اچ آی وي د اخته کسانو دفاعي سیستم له نورو کسانو سره توپیر لري.‌

ددغه واکسین له لومړني پړاو ازمېښت څخه ښکاره شوې ده چې په بدن کې داسې انټي باډي جوړوي چې کولای شي د بدن حجرو ته د وایرس د ننوتلو مخه ونیسي.‌

نوا واکس کمپنۍ ویلي، په جنوبي افریقا کې د خپل واکسین د دوهم پړاو کلنیکي ازمېښت له ارزولو وروسته به دوی په امریکا او استرالیا کې هم دوهم پړاو ازمېښت په نېږدې راتلونکې کې پیل کړي.‌

د نواواکس په بیان کې د څېړنې د څانګې مشر ډاکټر ګریګوري ګلین لخوا ویل شوي‌ دي، چې په جنوبي افریقا کې د کوېډ ۱۹ د پېښو زیاتوالی د واکسین د کلینیکي دوهم پړاو ازمېښت لپاره ارزښت لري چې له امله یې د واکسین اغیز او نور خوندي‌ اړخونه پیدا کېدای شي.

جنوبي افریقا په نړۍ کې په کورونا ځپلو هېوادونو کې دوهم ځای لري چې په کورونا د اخته کسانو شمېر پکې له ۵۸۳۰۰۰ او د مړو شمېر له ۱۱۶۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

نواواکس ویلي، په جنوبي افریقا کې د واکسین ازمېښت په هغو ۱۵ میلیونو ډالرو باندې روان دی چې د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ لخوا مرسته شوې وې.

د امریکا حکومت تېره میاشت نواواکس ته ۱.۶ بیلینه ډالره ورکړل تر څو په امریکا کې د واکسین د جوړېدو او ازمېښت چارې پرمخ یوسي او تر جنورۍ میاشت پورې ۱۰۰ میلیونه ډوزه واکسین تیار کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG