لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ هيله څرګنده کړې چې سعودي عرب هم د اسرايل سره اړيکې جوړې کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي هغه هيله لري چې سعودي عرب به هم د هغه تړون برخه شي د کوم لاندې چې متحده عرب اماراتو او اسرايل سفارتي اړيکې جوړې کړي دي.

د رويټرز ترمخه د صدر ټرمپ نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې تاسو هيله لرئ چې سعودي عرب به په دغه تړون کې شامل شي؟، هغه ويلي "زه یې لرم".

خو بل لور ته د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير فېصل بن فرحان ويلي د فلسطين د مسلې د هواري پورې سعودي عرب د اسرايل سره د اړيکو جوړول ردوي.

نوموړي دغه خبرې په جرمني کې کړي او ويلي يې دي د اسرايل سره د اړيکو جوړولو نه وړاندې پکار ده چې د نړيوالو تړونونو لاندې په فلسطين کې امن په ځای شي او که داسې وشي نو يو شی داسې نشته چې ممکن نه دی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د تېر زیارت/ پنجشنبې په ورځ (13م اګست)د متحده عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو جوړېدو خبر ورکړی ؤ.

ټرمپ ويلي ؤ اوس چې لاره پرانېستل شوې ده نو زه تمه لرم چې نور عرب او مسلمان هېوادونه به هم د عربي متحده اماراتو په لاره ولاړ شي.

راپورونه د اسرايل د استخباراتي ادارې د وزير له قوله وايي کېدی شي چې بحرېن او عمان هم د اسرايل سره د اړيکو جوړولو په لړ کې د متحده عرب اماراتو په څېر تړون وکړي.

فلسطین د متحده عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو تړون رد کړی، ايران دې تړون ته خطرناک او ناجايزه ویلي او ترکي دغه کار ته د عرب اماراتو منافقانه رويه ويلې وه.

پاکستان ویلي د عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو د تړون پرمختګ به په راتلونکې سختې نتيجې ولري او وزیراعظم عمران خان ويلي قايداعظم ويلي ؤ چې څو پورې چې اسرايل د فلسطين حقونه نه وي منلي پاکستان نه شي کولی چې اسرايل تسليم کړي.

خو مصر، اردن او عمان د متحده عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو د ګام هرکلی کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG