لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي پېښور کې یې دداعش درې ترهګر نیولي دي


دپېښور پولیسو دعوه کړې ده چې د ترهګرې ډلې داعش درې مهم وسله وال یې نیولي اؤ دهغوئ څخه چاودیدونکې مواد اؤ نورې وسلې ترلاسه کړي دي.

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي منصور امان دجمعې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي پولیسو د داعش سره د تړاؤ لرونکو نیول شوؤ دې ترهګرو په ضد نن دپېښور په کلیواله سیمه متنو کې عملیات کړي اؤ هغوئ یې نیولي دي.

دپولیسو دغه لوړ پوړي مشر نیول شوي ترهګر خبریالانو ته هم ښودلي خو دهغوئ مخونه یې پټ کړي وؤ اؤ پیژنګلو یې هم ورله نه ده ښکاره کړې.

ښاغلي منصور امان خان ویلي نیول شوي ترهګر په هدفي وژنو،دماینونو چاودنو، قلنګ غوښتلو اؤ ګڼو نورو جرمونو کې ککړ دي اؤ دوئ دبمونو جوړولو مهارت هم لري.

هغه دعوه وکړه چې نیول شوؤ ترهګرو غوښتل دپېښور یو د ګڼې ګوڼې ډک بازار په نخښه کړي خو پولیسو یې دغه پلان شنډ کړی دی.

تر دې دمخه هم څو ځله دپېښور پولیسو دداعش اؤ طالبانو اړوند ترهګرو د نیولو دعوې کړي دي خو په لویه کچه بیا دخیبر پښتونخوا حکومت په تیرو وختونو کې دریځ‌ لرلی دی چې داعش په خیبر پښتونخوا کې منظم وجود نه لري.

دڅېړنو اؤ امنیتي مطالعاتو مرکز(سي ارایس ایس) تیرکال پخپل کلیز راپور کې ویلي وؤ چې په کال ۲۰۱۹ کې پاکستان کې دوؤ ترهګرو ډلو تحریک طالبان پاکستان د۱۲ؤ اؤ داعش دیو برید پړه پغاړه اخستې ده.

په کال ۲۰۱۹م کې پاکستان کې ټول ۳۷۰ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې پکې ۵۱۸کسان وژل شوي وؤ اؤ له دې وړاندې کال کې په شوؤ ۴۰۰ؤ ترهګریزو بریدونو کې ۷۳۹ کسان وژل شوي وؤ چې دغه شمیره ښایي تیرکال د وژنو دا لړۍ ۳۰فیصده راټېټه شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG