د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) اعلان کړی چې د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) پينځم پاتې سيالۍ به په نومبر (2020) کې په لاهور کې وشي.
دا سيالۍ د مارچ په میاشت کې د کرونا وبا له امله وروسته کړی شوې وې.
پي سي بي ويلي د پاتې سياليو نېټې يې د لوبډلو د انتظامیې سره د مشورې وروسته ټاکلې دي.
خو د سيالو دپاره وخت نه دی ټاکل شوی چې څه وخت به پېل کيږي، د ورځې يا د شپې.
ویل شوي د سياليو کتلو دپاره به د خلکو د تلو ختمي پرېکړه د اکتوبر په مياشت کې کولی شي.
د پي سي بي د بيان ترمخه کومې څلور سيالۍ چې پاتې شوي هغه به په 14، 15 او 17 نومبر ټولې په لاهور کې کولی شي.
په دغو سيالو کې به د مخکې تلو (کواليفائر) دپاره د ملتان او کراچۍ لوبډلې مخامخ کیږي، او بل لور ته به د لاهور او پېښور لوبډلې مخامخ کيږي.
د کراچۍ او ملتان په لوبډلو کې ګټونکې لوبډله به په 15 نومبر د لاهور او پېښور لوبډلو ترمنځ د سيالۍ د ګټونکې سره مخامخ کيږي.
د پي سي بي ترمخه په 17 نومبر به د پي اېس اېل پينځم فاينل وي.
په پي اېس اېل پينځم کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائيټډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلې لوبېدې.