دکراچۍ اؤ حیدراباد ترمنځ په غځېدلې موټر وی دنوري اباد سیمې ترڅنګ دمسافرو په یو ګاډي اور لګیدلی چې له امله یې ۱۳مسافر سوځېدلي اؤ مړه شوي دي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.
د موټروی دپولیسو مرستیال مشر ډاکټر افتاب پټان رسنیو ته ویلي چې په دې ویګن اور دشپې په وخت لګیدلی اؤ زیاتره مړه شوي کسان پکې دومره سوځېدلي چې پیژندګلو یې هم نه کیږي.
دپولیسو دغه مشر وایي د ویګن ډرائیور اؤ یو بل ماشوم په پېښه کې ژوندي پاتې شوي اؤ ډرائیور پولیسو ته ویلي چې هغه ته دګاډي بونټ پرانستل شوی ؤ چې له دې امله یې ګاډی دبل ګاډی سره ټکر اؤ بیا نسکور شو اؤ اور پرې ولګیدو.
ډان ورځپاڼې د نوري اباد دپولیسو دیو بل تن مشر یا ډي ایس پي نذز دریشک دخولې ویلي چې دا ویګن د حیدراباد څخه کراچۍ ته روان ؤ چې دحیدر اباد نه ۶۳کلومیټره ور اخوا ددې بدې پېښې سره مخ شوی دی.
دسرچینو له مخې په ګاډي د اور لګیدو نه وروسته مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ پېښه کې مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان یې راویستي اؤ هسپتال ته یې رسولي دي.
په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې د ټریفک حادثو کې ګڼ شمیر کسان مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي اؤ څېړونکي ددې پېښو عمده علتونه دسړکونو خراب حالت،د غیرتربیت یافته کسانو لخوا ګاډي چلول،په ټریفک قوانینو عمل نه کول اؤ د زړو اؤ ناکاره شوؤ ګاډو چلول ښایي.
دمطبوعاتي رپورټونو شمیرې ښایي چې پاکستان کې هر کال د۲۵زرو څخه نیولي تر ۳۰ؤ زرو پورې کسان دسړک په پېښو کې مړه کیږي یا هم ژوبل کیږي اؤ دصحت نړیواله اداره پخپل یو رپورټ کې وایي یوازې په کال ۲۰۱۸م کې په دغه هیواد کې ۳۶زره کسانو دټریفک حادثو کې خپل ژوند دلاسه ورکړی ؤ.