دپښتو پېغله سندرغاړې ګل څانګه وایي دهغې په ښکلا ډیر خلک مئین دي خو هغې تر اوسه په چا خپل زړه نه دی بائیللی اؤ ددې وجه دا ښایي چې هغه خپلو ملګرو د مینې دنوم څخه ویرولې ده.
ګل څانګه وایي هغې پسې د واده دپاره هم تر اوسه ډیرې رشتې ورغلي دي خو هغه ورته ځکه غاړه نه ږدي چې پوهیږي د واده سره به یې د ژوند ډیرې ازادۍ وتروړل شي اؤ ژوند به بیا دخپلې خوښې پځائ، دخاوند اؤ دهغه دفامیل په خوښه کوي چې دې ته هغه په ذهني توګه تیاره نه ده.
دښکلي غږ اؤ پریمانه حسن مالکه اوویشت کلنه سندرغاړې ګل څانګه په بنيادي ډول د خيبرپښتونخوا د هشنغر سيمې سره تعلق لري خو لويه شوې په پيښور کې ده اؤ اوس هم په پيښور کې د خپلو وروڼو په کور اوسيږي ، ځکه چې مور پلار يې وفات شوي دي.
د ټي وي اؤ سټيج پروگرامونو تر څنګ د ودونو، ښادو په دستورو کې هم د خپل فن
مظاهره کوي. خو دهغې په وینا يواځې دپاکستان اؤ افغانستان دننه سندرو وئيلو ته ارزښت ورکوي اؤ لکه دنورو فنکارانو دوبئ يا اروپايي هيوادونو ته تګ نه خوښوي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې میرمن ګل څانګه وایي سندرو وئيلو سره يې د وړوکوالي نه مينه وه اؤ د وتلې سندرغاړې نازيه اقبال په اواز دومره مئينه وه چې دغې مينې د هغې نه هم سندرغاړې جوړه کړه.
هر څو کۀ فنکاران دخپلې کاميابۍ منزل ته د رسيدو دپاره ميډيا د يو پارسنګ په څير ضروري ګڼي خو ګل څانګه بيا داسې نه ده، هغه تل هڅه کوي چې دميډيا نه ځان په ډډه وساتي اؤ یوازې دټولنیزو رسنیو فیس بک اؤ یوټیوب دلارې خپلو مینه والو سره د زړه خواله وکړي.
“زه ډیرې خبرې نه شم کولی ،شرمیږم خو کله کله چې خپلې نوې سندرې ریکارډ کړم نو هغه دخپل یوټیوب چینل دلارې خپلو مینه والو سره شئیر کوم اؤ خپل تصویران په فیس بک ورکوم ، بس دغه مې میډیا سره تړون دی”
هغې د سندرو نړۍ ته له راوتلو مخکې د ټي وي په څو ډرامو کې هم کار کړی ؤ اؤ وایي په فلمونو کې دکار کولو ورته هم بې شمیره وړاندیزونه شوي خو هغه یې نه قبلوي.
“زما سندرې خوښې دي اؤ غواړم چې د سندرغاړې په توګه مې خلک وپیژني ، په فلمونو اؤ ډرامو کې راته کار کول ګران نه دي خو دغه میدانونه مې نه دي خوښ ځکه مې ځان د موسیقۍ ترحده محدود ساتلی دی”
گل څانګه وايي تر لسم ټولګي يې زده کړې کړي دي خو وروستو پرې د سندرو وئيلو شوق ډير غالب شو اؤ دتعليم لړۍ ترې نېمګړې پاتې شوه.
کله چې یې په سندرو پیل وکړو نو په وړومبي سر کې یې د استاد نزیر ګل نه د سندرو تربیت ترلاسه کولو اؤ دامهال د ګلالي استاد شاګردي کوي.
د شاعرۍ په ټولو اصنافو کې غزل په مينه وايي اؤ د معياري اؤ دريدلې شاعرۍ د کمپوز کولو ارمانژنه ده خو وائي د مارکيټ د غوښتنې په اساس مجبوره ده چې د نورو په خوښه له معیار پریوتې سندرې هم ووايي.
ګل څانګه چې دا مهال د وروڼو په کور د پيغلتوب ژوند کوي درې وروڼه اؤ دوه خويندې نورې لري چې هغوئ ټولو ودونه کړي دي خو ګل څانګه د وادۀ نه ويريږي
هغه وايي "وادۀ ځکه نه کوم چې ويريږم ، سبا به راباندې خاوند بنديزونه لګوي، غصې به راباندې کوي، په خوب کې به مې خلل اچوي، دخواهشاتو په وړاندې به مې انکار کوي اؤ دا هرڅه مانه نۀ برداشت کيږي"
هغه وايي مينه يې هم کله نه ده کړې اؤ د مينې د نوم نه ډيره سخته ويريږي
کله چې ترې ددغه ويرې علت وپوښتل شو نو وئ وئيل"بس دمينې نه مې ډيره سخته ويره کيږي، خپلو ملګرو ويرولې يمه چې مينه کې خلک د زړۀ په نول اخته کيږي اؤ ډيرې سختې وي پکې ، ځکه د مينې نه ځان ساتم"
هغه دکور په کارونو بيخي نه پوهيږي وایي يواځې چايې پخولى شي اؤ نوره د اخلي پخپلي په کار کې صفر ده،
د زړۀ نه ډيره نرمه ده وايي د بې وسه خلکو مجبورۍ ته نۀ شي کتلى
د واده په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ګل څانګه وایي "وادۀ ته مې هيڅ اراده نشته خو کۀ کولو مې هم نوداسې څوک به د ژوند ملګرى جوړوم چې د خپلو ضرورتونو په پوره کولو هم راته انکار نۀ کوي اؤ چې د څومره غريبانو سره دهغۀ په پيسو مرسته کووم نو چې هم يې تندى نۀ خرابيږي"
نوموړي وايي موسيقۍ ته د راوتلو څخه وروستو د هغې خاندان ددې عمل ډير سخت مخالفت کړى ؤ خو خپل يو رور ورسره کلکه مرسته وکړه اؤ نن په کور کې د هيڅ رقم مخالفت سره مخ نۀ ده.
هغې تر اوسه ګڼ شمیر سندریز البمونه ریکارډ کړي اؤ دپښتو ترڅنګ په اردو ژبه کې هم سندرې ویلی شي