لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلي بلوڅ سیاسي مشر شیرباز مزاري له نړۍ خپلې سترګې پټې کړې


دبلوچستان وتلی سیاستمدار سردار شیرباز خان مزاري دنوي کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ خپلې سترګې پټې کړي اؤ کورنۍ یې وایي چې هغه به پخپله پلرنۍ سیمه روجهان کې خاورو ته سپارل کیږي.

ښاغلی شیرباز خان مزاري چې دنیشنل ډیموکریټګ ګوند بنسټ اېښودونکی ؤ دکال ۱۹۷۵نه تر ۱۹۷۷ پورې دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې دمخالفو ګوندونو مشر هم پاتې شوی ؤ.

هغه د پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ په دوره کې د وژل شوي‌ بلوڅ سیاسي مشر نواب اکبر بګټي اوښی ؤ مدام یې دبلوڅانو دحقونو غضب کیدو په ضد غږ پورته کړی ؤ.

نوموړي تل دپاکستان سیاست کې دپوځ دکردار سره رغنده اختلاف لرلی ؤ دجمهوریت په پلوۍ یې خپل غږ پورته کړی ؤ.

د ضیاء الحق دامریت په مهال چې کله پاکستان کې دجمهوریت دبحالۍ تحریک پیل شوی ؤ نو په دغه تحریک کې هم شیرباز مزاري یو کوټلی رول ترسره کړی ؤ.

پاکستان کې دملت پاله سیاستونو په تاریخ نظر لرونکی ښاغلی طارق افغان وایي شیرباز مزاري اؤ خان عبدالولي خان دوه هغه هم عصره سیاستدانان وؤ چې دجمهوریت دپاره قربانۍ یې هیڅوک نه شي هیرولی .

وي او ای ډیوه ته ښاغلي طارق افغان ویلي شیرباز مزاري دجمهوریت په پلوۍ تل خپل دریځ په ډاګه بیان کړی اؤ کله چې پوځ په ختیز پاکستان کې کاروایي کوله نو هم یې نوموړي ډاګیز مخالفت کړی ؤ.

وتلي خبریال حامد میر هم په ټوئټر لیکلي شیرباز مزاري په کال ۱۹۷۰ کې د پارلیمان دهاغو زړورو غړو څخه یو ؤ چاچې په ډهاکه کې دهاغو پوځي عملیاتو سره ډاګیز مخالفت ښودلی ؤ‌ چې په نتیجه کې پاکستان دوه ټوټې شوی ؤ.

عوامي نیشنل پارټۍ هم د شیرباز مزاري مړینه یو ستر زیان بللی اؤ وایي دهغه په څېر جمهوریت پاله سیاستدانان په پېړیو وروسته په بخت پیدا کیږي.

د ای این پي خیبر پښتونخوا ویاندې ثمر هارون بلور وي او ای ډیوه ته ویلي شیرباز مزاري د خان عبدالغغار خان اؤ خان عبدالولي خان سره ډیر نزدې پاتې شوی ؤ اؤ لکه دهغوئ یې تل د جمهوریت دبقاء اؤ دمظلومو خلکو دحقونو دپاره غږ پورته کړی ؤ.

هغې ویلي پاکستان کې دجمهوریت د ودې دپاره به د شیرباز مزاري مبارزه تل یاده ساتلی شي اؤ راتلونکي نسلونه به دهغه دافکارو څخه رڼا اخلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG