لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوحه کې دطالبانو مذاکراتي ډلې سره دزلمي خلیلزاد لیدنه،په دواړو خواؤ یې دجګړې ختمولو غږ کړی


افغانستان کې سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر اؤ کابل کې دسولې په اړوند وروستي اقدامات هېله بخښونکي بللي اؤ په طالبانو اؤ افغان دولت یې غږ کړی چې دسولې دپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي اؤ اوږده جګړه پائ ته ورسوي.

ښاغلي خلیلزاد په قطر کې دطالبانو دمذاکراتي ډلې سره لیدلي اؤ بین الافغاني خبرو کې یې ورسره د رامنځته شوؤ وروستیو پرمختګونو په ګډون په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

په ټوئټر زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ کابل کې دافغانستان دملي پخلاینې دعالي شورا دمشرانو دکمیټې د وړومبۍ غوندې جوړیدو هرکلی کړی اؤ په ټوئټر یې لیکلي “د سولې د تړون د شرایطو، د واک ویش، او له طالبانو سره د تلپاتي او هراړخیز اوربند د مذاکراتو په لړ کې به دغه کمیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره یو واکمن بنسټ وي”

زلمي خلیلزاد لیکلي د اصولو او کړنلارو له بشپړولو سره، د اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې اوس د مذاکراتو په ورپسې پړاو کې دي، او د اجنډا په اړه یې لمړنۍ غونډه په دوحه کې کړې ده.

هغه زیاتوي افغانان سره راغونډیږي او د سولې په لور د پرمختګ ګامونه اخلي. افغانان د سولې هیلې لري.

ښاغلي خلیلزاد ویلي “د وروستیو ورځو اقدامات مثبت او هیله بخښونکي دي. زه له دواړو غاړو هیله کوم چې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په هیواد کې اوږده جګړه ختمه کړي”

تر خلیلزاد وړاندې تیره ورځ د امریکې د بهرنیو وزیر مایک پمپېیو هم د افغانستان د عالي شورا د مشرتابه کمېټۍ د لمړۍ غونډې جوړیدو هرکلی کړی ؤ.

د ملي پخلاینې د رهبري شورا وړومبی غونډه تیره ورځ کابل کې راجوړه شوې وه چې پکې دافغانستان ولسمشر اشرف غني،دملي پخلاینې دشورا رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، سیاسي مشرانو عبدالرب رسول سیاف،یونس قانوني اؤ نورو مخورو شخصیاتو اؤ مشرانو برخه اخستې وه.

دغه غونډه وروسته له هغې ترسره شوې چې روانه میاشت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو د ملي مصالحې عالي شورا د فعالیت د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

په غونډه افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یو وار بیا په طالبانو غږ کړی ؤ چې نور د جګړو څخه لاس واخلي او بشپړې ډزبندۍ ته غاړه کښیږدي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم دشنبې په ورځ په ټوئټر لیکلي په دوحه کې د امریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اؤ دطالبانو دسیاسي دفتر دمشر ملا بردار اخند اؤ دمذاکراتي ډلې دمشر مولوي عبدالحکیم ترمنځ غونډه شوې ده.

هغه وایي په دغه غونډه کې د دواړو لوریو ترمنځ دشوې توافقنامې په اهمیت دطالبانو دپاتې بندیانو په ازادیدو ، تور لسټ څخه دهغوئ د نومونو په ویستل کیدو اؤ د بین الافغاني مذاکراتو په ځانګړي ډول د وروستي پرمختګ، او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ څه دپاسه د دوه نیمو میاشتو له اوږدو خبرو وروسته دواړه خواوې دتیرې چهارشنبې په ورځ دبین الافغاني خبرو په څرنګوالي صلاح شوي اؤ کاري کمیټې ته یې دغونډې دایجنډې جوړولو سپارښتنه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG