لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان ځوانان په علاقه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ پرضد اسلام اباد ته احتجاجي پرلت له ځي


په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وزیرستان د ځوانانو تنظیم [يوت اف وزیرستان] وايي په علاقه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ د پېښو سېوا کېدو پرضد اسلام اباد ته په 14م دسمبر لاريون کوي هلته به احتجاجي پرلت کوي چې په اسلام اباد کې د چارواکو نه په علاقه کې امن وغواړي.

د يوت اف وزيرستان يو غړي اسدالله داوړ اسلام اباد ته د لاريون او هلته د احتجاجي ناستې په اړه وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په 13م دسمبر به اسلام اباد ته روانيږي او په 14م به هلته احتجاجي پرلت پېل کوي.

هغه وویل په علاقه کې د ناامنۍ پېښې روانې دي، هدفي وژنې کيږي او د خلکو نه قلنګ اخستل کيږي.

هغه زیاته کړه وړاندې به په مياشت، دوه کې په علاقه کې د هدفي وژنو پېښه کېده اوس په اوونۍ کې دوه درې پېښې کيږي، ځکه دوی ناامنۍ اندېښمن کړي دي.

اسدالله وويل دوی په علاقه کې د ناامنۍ پرضد وخت په وخت احتجاجونه وکړه خو دغلته يې څوک غږ نه اوري ځکه دوی اوس اسلام اباد ته ځي او هلته واکمنو ته خپل غږ رسوي.

په شمالي وزيرستان کې په تيره يوه اوونۍ کې د ناامنۍ په بېلابيلو پېښو او عملیاتو کې څلور وسله وال، يو پوځي سرتيری او لس ملکي وګړي وژل شوي وو.

د سيمې يو بل تن وقار داوړ هم وايي په علاقه کې ټول خلک ناامنۍ سخت اندېښمن کړي دي، ځکه چې د هغه په وېنا هره ورځ په علاقه کې څه نه څه پېښه کيږي.

هغه وویل په سيمه کې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات وشو د علاقې خلکو کډې وکړې او بيا چې پوځي او حکومتي مامورينو د امن دعوې وکړې دوی بيرته ستانه کړی شو، خو بيا هم د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د سيمې نه د وي او ای ډيوه خبريال عدنان بېټنی وايي د شمالي وزيرستان د ناامنۍ او د يوت اف وزيرستان د لاريون په اړه يې د پوليس چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو د پوليس لخوا ورته ځواب نه دی ويل شوی.

خو له دې وړاندې د شمالي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شفيع الله ګنډاپور وي او ای ډيوه ته ویلي ؤ په علاقه کې پوليس موجود دي هڅه کوي چې امنیت ټينګ وساتي.

هغه دعوه کړې وه چې وړاندې دغه قبايلي علاقې چې په صوبه کې نه وې ګډې شوې د هغې وخت په پرتله دا وخت امنيتي وضعه ډېره ښه شوې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ او په علاقه کې د اتمانزو قومي جرګه هم په امنيت پوښتنې راولاړوي او په علاقه کې د امنيت غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG