لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دګڼ شمیر کسانو په کرونا وایرس له مړینې وروسته مهمو پرېکړو دپاره وزیراعظم عمران خان سبا غونډه راوبلله


پاکستان کې د تیرو دوؤ شواروزو په مهال د کرونا وایرس له امله دنزې ۱۵۰ کسانو دمړینې اؤ دزرګونو نورو کسانو په دغه وایرس داخته کیدو نه وروسته وزیراعظم عمران خان د وضعیت ارزؤلو اؤ ځېنو مهمو پرېکړو کولو په غرض سبا (پنجشنبه)دقامي تماسونو دکمیټې غونډه رابللې ده.

دکرونا وایرس په چارو دڅار دپاره د جوړ کړل شوي کمیشن د شمیرو له مخې په تیر یو شواروز کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې ۲۹۶۳کسانو ته دا وایرس پورې شوی اؤ ۶۰ کسان ترې مړه شوي هم دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې دا مهال پاکستان کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره ۴۵زره اؤ ۳۲۴ ته لوړه شوې ده چې په دې ناروغانو کې د۲۴۹۸ کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

پاکستان کې د کرونا وایرس دپیل څخه ټول څلور لکه ۲۶زره اؤ ۱۲۴کسان په دې وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه درې لکه،۷۲زره اؤ۲۷۱کسان بېرته روغ شوي اؤ اته زره اؤ ۵۴۷کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

په کرونا دڅار دولتي مرکز شمیرې وایي چې دوه ورځې وړاندې هم په دې وایرس پاکستان کې ۸۹ کسان مړه شوي وؤ.

دپاکستان دپلان جوړونې اؤ پرمختیا مرکزي وزیر اسد عمر هیواد کې‌ په بېړې سره دکرونا وایرس په چټکټیا اندېښنه ښودلې اؤ په ولس یې یې غږ کړی چې ددې وایرس د دوهمې څپې څخه دځان خوندي ساتلو دپاره باید په احتیاطي سپارښتنو کوټلی عمل وکړي.

دشورو په ورځ اسلام اباد کې رسنیو ته مرکزي وزیر اسد عمر ویلي دي حکومت په کرونا وباء د قابو موندلو دپاره ځېنې مهمې اؤ سختې پرېکړې کړي دي اؤ سبا د زیارت په ورځ وزیراعظم عمران خان یو وارې بیا د ملي تماسونو دکمیټې غونډه رابللې ده چې پکې به ددې وایرس په چټکتیا سره دخوریدو جاج اخستی اؤ اړینې پرېکړې کولی شي.

هغه ویلي په دې غونډه کې به د وزیراعظم په ګډون د څلورو واړو صوبو لمړي وزیران هم برخه اخلي اؤ په دې خبره به غور کوي چې باید څنګه ولس د کرونا وایرس د دوهمې څپې څخه خوندي وساتل شي.

په پاکستان کې ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي‌ پرله پسې په ولس ټينګار کوي چې دکرونا وایرس نه دځان خوندي ساتلو دپاره باید دټولنیزې فاصلې خیال وساتي،د ګڼې ګوڼې نه ځان وساتي ،ماسکونه خولو ته واچوي اؤ لاسونه په صابون اؤ سنیټائرز پاک وساتي.

خو ددې سپارښتنو ترڅنګ هیواد کې دا مهال سترې سترې سیاسي اؤ ټولنیزې غونډې هم په دوامداره توګه کیږي چې پکې په زرګونو خلک پرته له احتیاطي تدابیرو برخه اخلي.

ډاکټران اندېښنه ښایي چې که ولس دکرونا نه دځان ساتنې په سپارښتنو عمل ونه کړو نو په راتلونکي کې به هسپتالونه د کرونا د ناروغانو نه ډک شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG