لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:هیچاته اجازه نه ورکوؤ چې دافغانستان خاوره دګاونډیو په شمول دکوم بل هیواد په ضد وکاروي


په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مشرملا برادر اخندویلي طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په شمول د کوم بل هېواد د امنیت په خلاف استعمال کړي.

تیرماښام د بشري چارو او شخړو د څیړنو مرکز لخوا په ترتیب شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې، چې د مختلفو هیوادونو څخه تر پنځوسو کسانو پکې ګډون کړی ؤ خپله وینا کې دطالبانو مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر وویل طالبان (چې هغوئ یې د افغانستان داسلامي امارت په نوم بولي) د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې زمونږ په چارو کې مداخله وکړي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په ټوئټر لیکلي ملا برادر وویل “مونږ نه غواړو چې هیواد مو د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي”

هغه پخپله دې وینا کې دسولې دخبرو مخو ته په پرتو خنډانو هم خبره کړې ده اؤ ویلي دي دسولې په ضد منفي تبلیغات،دطالبانو دپاتې بندیانو نه خوشې کیدل اؤ د تور نوملړ له مخې په طالب مشرانو بندیزونه د سولې مخې ته ستر خنډونه دي.

هغه وویل چې طالبان سولې ته ژمن دي خو دا چې دافغان دولت له لوري په دې اړوند منفي تبلیغات کیږي دا دسولې دپرمختیا دپاره تاواني عمل دی.

دطالبانو په تیر حکومت کې افغانستان د کوکنارو د کر یو ستر مرکز بلل کیدو خو دا چې اوس طالبانو دکوکنارو اؤ نورو نشه اي توکو په اړه څه نظر لري ملاعبدالغني برادر یې په دغه غونډه کې سپیناوی وکړو.

هغه وویل دوئ غواړي د کوکنارو د کښت، مخدره موادو د استعمال او قاچاق مخه ونیول شي او د نړۍ د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او هماهنګۍ، د بدیل معیشت په برابرولو سره د کوکنارو کښت باید تدریجا صفر ته راټیټ شي.

دنړیوالې ټولنې اؤ په ځانګړي ډول ګانډیو هیوادونو سره دخپلو اړېکو په هکله دطالبانو دسیاسي دفتر مشر وویل طالبان غواړي د نړۍ له هیوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډیو سره د متقابل تعامل په اساس مثبتې او تعمیري اړیکي ولري.ا

هغه واضحه کړه چې طالبان د شرعي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې بین المللي اصولو ته متعهد دی.

په کابل کې د امریکا شازدافئیرراس ویلسن تېره ورځ له خبریالانو سره په ویډیویي کنفرانس کې ویلي وؤ چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له مخې غواړي تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې یې اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت باید له طالبانو سره د دوحې د تړون ټولې برخې عملي کړي چې په هغې کې د اوو زره نورو طالب بندیانو ازدول هم راځي.

د ویلسن تر څرګندونو مخکې طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وو.

په دغه لیدنه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د دوی د مذاکراتي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم له امریکايي لوري غوښتي وؤ چې د دوئ پاتې بندیان دې خوشي شي او همدا راز دې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست وویستل شي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا ویلي چې د طالبانو تازه غوښتنه لا تر وخت مخکې ده او په خبره یې، د زندانیانو خوشي کول او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به بحثونه ورباندې کېږي.

قطر کې دافغان دولت د مرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو ترڅنګ دافغانستان بیلابیلو برخو کې د جګړې اؤ بریدونو لړۍ هم روانه ده اؤ نړیواله ټولنه بیا ټینګار کوي چې دواړه لوري دې ژر تر ژره په خپلو کې یوه دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG