کوټه + واشنګټن ــــ د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل، بلوچستان بار کونسل، د پاکستان او نورې نړۍ د بشري حقونو مبارزه کوونکو او سیاستوالو په کېنېډا کې د بلوچستان د سیاستوالې کریمه بلوچ مرموزه مړینه ډېره د اندېښنې وړ بللې او په دې اړه یې د ټورنټو له چارواکو د کره پلټنو غوښتنه کړې ده.
ايمنیسټي انټرنېشنل يا د بخښنې نړیوال سازمان "د قانون منګولو ته د مجرمانو د سپارلو" غوښتنه کړې ده او پر خپل ټويټر پاڼه یې ليکلي "د کېنېډا په ټورنټو کې د ټولنیزې فعالې کریمه بلوچ مرګ ډېر خواشینوونکی دی، سملاسي او اغېزناکه پلټنه او د قانون منګولو ته د مجرمانو سپارل پکار دي".
بل لور ته د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم د نهې- سه شنبې په ورځ د کریمې بلوچ ورکېدل او په ناڅرګنده توګه مرموزه مړینه غندلې او غوښتنه یې کړې چې "د دې جرم بشپړه پلټنه دې وشي: ذمه وار کسان دې ضرور د عدالت منګولو ته وسپارل شي".
د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې غړي ثناء بلوچ د کريمې بلوچ پر ناڅاپي مرګ خفګان ښکار کړ او د هغې د مرګ د پلټنو غوښتنه یې وکړه. ښاغلي ثناء بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل:
"دا ډېړه د صدمې خبره ده، ځکه چې دا خو ښځه وه او بل دا چې دا په بل وطن کې وه، هلته هم هغې په ډېر تکليف کې ژوند تيراوه، یوه ښځه چې بل ملک ته ځي او هلته د مهاجر په حیث اوسي بیا د هغې ژوند محفوظ نه وي دا د ټولو خلکو لپاره د اندېښنې خبره ده، د کېنېډا ذمه وار حکومت دی باید غیرجانبداره پلټنې یې وکړي".
د بلوچستان د زده کوونکو د سازمان بي ایس او- ازاد پخوانۍ یواځینۍ ښځینه مشره او د بشري حقونو فعاله کریمه بلوچ د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې ورکه شوې او د دسمبر پر 21مه د هغې مړی موندل شوی دی.
د ټورنټو پولیسو د هغې د ورکېدو خبر ورکړی وو، خو وروسته د هغې کورنۍ تایید کړه چې پولیسو د هغې مړی موندلی دی. پولیس وایي 37 کلنه کریمه بلوچ د اتوار- یکشبې په ورځ ماسپښین تقریباً درې بجې د ټورنټو په بې سټریټ او کوې ویسټ سیمو کې لیدل شوې ده خو له هغه وروسته بې درکه شوې وه.
د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې هم د کریمه بلوچ پر مړینه اندېښنه څرګنده کړې او د کېنېډا له حکومته یې د هغې د مړینې د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده. د بلوچستان بار کونسل په بیان کې ویل شوي:
"بلوچستان له یوې مهمې سیاسي مشرې محروم شو، د کېنېډا حکومت دې د هغې کورنۍ ته انصاف ورکړي، کریمې بلوچ د بشري حقونو د سرغړونو په خلاف ږغ پورته کړی".
کریمه بلوچ په 1986م کال کې د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې زېږېدلې وه خو بیا یې کورنۍ څو کاله وروسته خپلې پلارنۍ سیمې د بلوچستان تمپ ضلې ته کډه شوې وه. هغې د حمل بلوچ په نامه تن سره واده کړی وو خو اولاد یې نه وو.
که څه هم پولیسو سمدستي د هغې د مړینې سبب نه دی ویلی، خو پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلک شک څرګندوي چې هغه به د چا له خوا "وژل شوې" وي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د کریمه بلوچ پر مرګ خواشیني ښودلې ده. ښاغلي پښتين ليکلي:
"د هغې وژنه د هغو مظلومو ملتونو لپاره لوی تاوان دی چې د ژوند کولو د حق او حیثیت لپاره مبارزه کوي، پکار ده مجرمان ونیول شي او دا ډول ځپل ودرول شي، موږ بلوچ ملت ته تسلي وایو".
په کېنېډا کې مېشت د کریمې بلوچ سیاسي ملګري لطیف جوهر بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل، هغه د اتوار- یکشنبې په ورځ غرمه شاوخوا دوولس بجې له کوره وتلې وه خو بیا کور ته ستنه نه شوه:
"هغه ورځ کتابتون ته تلله ځکه چې د ټورنټو پوهنتون زده کوونکې وه، بېګا شپه چې کور ته رانغله نو دوی پولیسو ته خبر ورکړ او نن پولیسو راته وویل چې د هغې مړی یې له اوبو تر لاسه کړی، خو نور معلومات یې نه دي راکړي".
کریمه بلوچ په بلوچستان کې د جبري بې درکه بلوچانو د موندلو لپاره موثره ږغ ګڼل کيده، چې څو کاله وړاندې له پاکستانه کېنېډا ته تللې وه او هلته یې سیاسي پناه اخیستې وه. د ځينو سرچينو په وینا د کريمه بلوچ يو د اکا زوی او يو ماما هم په تېر کلونو کې لا درکه شوي وو او له وژل کېدو وروسته د دواړو جسدونه موندل شوي وو.
وتلی خبريال او څېړونکی شهزاده ذولفقار وايي د کريمه بلوچ او د خبريال ساجد بلوچ د مرګ پيښې د هغو سياسي فعالانو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلي کومو چې په نورو ملکونو کې سياسي پناه اخيستې ده.
"تر اوسه پورې خو د دې پېښې پلټڼې روانې دي، معلومه نه ده چې څه شوي دي، څوک وايي زهر ورکول شوي څوک څه وايي، ممکن ده پروپېګنډه وي، د خبريال ساجد د مرګ پېښه ستاسو په ياد ده، خلک تر اوسه خبرې کوي خو پوليس وايي هغه قتل نه دی، له دې پېښې وروسته خو يوه خبره ظاهره ده چې کومو ځوانانو په بيرون کې پناه اخيستې او ژوند کوي هغه له تشويش سره مخ دي".
دا دویم بلوچ تن دی چې په جلاوطنۍ کې تر ورکېدو وروسته یې مړی موندل کېږي. سږ کال په مارچ کې بلوچ جرنلسټ ساجد حسېن هم په سویډن کې ورک شوی وو، چې وروسته یې مړی وموندل شو. خپلوانو یې ویل چې وژل شوی دی، خو د سویډن پولیسو پلټنې کړې چې پکې د وژل کېدو تورونه رد کړل شوي وو.