په افغانستان کې دا مهال مېرمنې د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي چې وايي تر ټولو لویې ننګونې یې امنیتي، د دوي پر وړاندې تشدد، ټولنیز حقونو، اقتصادي او روغتیايي ستونزې دي.
د تېر کال فبرورۍ میاشتې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون وروسته افغانې مېرمنې د خپل راتلونکي لپاره سخت اندېښمنه دي چې په دې هوکړه کې یې حقونه او ازادۍ قرباني نشي. د دغو اندېښنو څرګندولو لپاره ګڼ شمېر فعالو مېرمنو پر ټولنیزو رسنیو د (زما سره کرښه) په نامه یو کمپاین هم وکړ.
د افغانستان د ځوانانو استازې ښکلا ځدران ډیوه ته وايي:
"زه فکر کوم اوس مهال د ځوانانو او په ځانګړي توګه د مېرمنو او ښځو اساسي ستونزې امنیتي ستونزې دي او په خاصه توګه د کومې مودې نه چې د سولې تړون د امریکا او طالبانو تر منځ وشو او بیا ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شول."
په وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون د بشري حقونو ځوان فعال غړي هم په هدف شوي. لکه په جلال اباد کې د انعکاس د ټلیویژن خبریاله ملاله میوندۍ، په کاپیسا ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستاني، رحمت الله نېکزاد ، په کابل کې د طلوع نیوز خبریال یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي رېډیو خبریال الیاس داعي، د کابل مرستیال والي محبي او داسې نور کسان وژل شوي.
میرمن ځدران زیاتوي: "ترهګر په ډیر عجیبه ډول ځوانان په نخښه کوي. مونږ ولیدل چې په تیر لږ وخت کې د خبریالانو له ټولنې او همدارنګه د کابل پوهنتون حمله یې بله دردونکې بېلګه ده. او ډیره انجونو له خپلو کارونو او وظیفو څخه لاس اخیستی او دویمه ستونزه د سولې په مذاکراتو او داسې نورو فېصلو کې ښځو ته د ونډې نه ورکولو ده. "
څلور هغه ښځې چې د طالبانو سخته واکمني يې ليدلې او د وړو پرمختګونو د ساتلو له پاره مبارزه کوي، اوس د سولې په پروسه کې بيا له طالبانو سره د مرکچیانو په توګه مخامخي دي. لکه فاطمه ګیلاني، حبیبه سرابي، شریفه زرمتي او فوزيه کوفي.
مېرمن کوفي وايي هغه د طالبانو سره په خبرو کې د ښځو حقونو په اړه اوس هم اندیښمنه ده.
مېرمن کوفي اې پي خبرې ادارې ته وايي:
"زه مطمینه یا ډاډ منه نه یمه چې کله د ښځو د حقونو خبره راځي نو مونږ د دې پروسې په اړه باور نه لرو."
د ښځو د حقونو دغه لوړپوړه فعاله او سياستواله په خپل کاري ژوند کې له دوو قاتلانه بريدونو څخه ژوندۍ راوتلې ده، چې وروستی بريد په کابل کې ورباندې وشو.
همداراز د افغانستان د اقتصاد نوې وزیره مېرمن کریمه حامد فاریابي د افغانو ښځو د اقتصادي ستونزو په اړه وايي په هیواد کې د ۵ میلوینه ښځو کاري ځواک لري په اقتصادي مارکیټ کې ونډې لرلو ته باید کار وشي ترڅو په ډیرې اسانۍ سره مارکیټ ته لاس رسی ولري.
" له نیکه مرغه نن ښځې ښه تولیدات لري. خو مشکل دا دی چې هغوي ښه مارکیټ نه لري. مونږ په هیواد کې د ښځو ۵ میلوینه کاري ځواک لرو. مونږ څنګه کولی شو چې د دغه کاري ځواک لپاره زمینه برابره کړو چې دغې مېرمنې په اقتصادي مارکیټ کې ونډه ولري. مونږ باید د دې لپاره یوه پالیسي جوړه کړو چې دوي په ډیرې اسانۍ سره مارکیټ ته لاس رسی ولري. "
د مېرمنو حقونو فعال غړي وايي د سولې د پروسې او په پایله کې یې له تړونه د افغانانو خصوصاً د مېرمنو هیله دا ده چې د بشري حقونو، د جینیکو زدکړو، کاري فرصتونه، د ټولنیز ژوند او سیاسي ازادي او په ټوله کې ولسواکي خوندي وي
د امریکې مرستندویه ادارې او د ملګرو ملتونو د پرمختیایيي راپورونو له مخه په افغانستان کې ښځو د تعلیم، اقتصاد، لوبو یا سپورټ، سوداګرۍ په چارو کې ډېر پرمختګونه او خپلواکي تر لاسه کړې ده.
د نړیوال بېنک ریپورټ له مخې په افغانستان کې د جینکیو د تعلیم او لومړنیو زدکړو کچه تر۳۶ فیصده هم زیاته شوې ده.