لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځي کودتا په ضد د میانمار په احتجاجونو کې لږ تر لږه 11 تنه نور وژل شوي‌


واشنګټن ــــ په میانمار کې د پوځي کودتا په ضد احتجاجونه لا روان دي او د خالي- شنبې په ورځ هم د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوځ په ضد احتجاجونه شوي چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

چارواکي وایي په ډزو کې لږ تر لږه 11 تنه وژل شوي دي.‌ د وي او اې برما څانګه وایي په منډالي ښار کې د اتو تنو مړینه تایید شوې ده. ځایي رسنۍ وایي یو بل تن د پیایې ښار په مرکز او دوه نور په یانګون ښار کې وژل شوي دي.

بل لور ته د میانمار د متوازي حکومت ځایناستي صدر ماهن وین خېنګ- چې د پارلمان معزولو غړو د فرورۍ د لومړۍ نېټې تر پوځي کودتا وروسته ټاکلی وو- ژمنه کړې ده چې د پوځ د لرې کولو لپاره به "انقلاب" راولي.

ښاغلی وین خېنګ هم د نېشنل لیګ فار ډیموکرېسي ګوند له نورو مشرانو سره پټ وو او د شنبې- خالي په ورځ په لومړي ځل تر را ښکاره کېدو وروسته یې ولس ته په وینا کې وویل، سي آر پي ایچ کمېټۍ پلان یې چې فېډرل جمهوریت اعلان کړي.

د میانمار پوځي حکومت سمدستي د هغه دې دعوې ته څه جواب نه دی ویلی، خو له پارلمانه د ګوښه شویو غړیو جوړه شوې کمېټۍ سي آر پي ایچ یې د فرورۍ پر پینځمه غیرقانوني اعلان کړې وه.

پوځ دغه کمېټۍ ترهګره ګڼلې وه او ویلي وو چې که هر څوک ورسره تړاو ولري نو د بغاوت له مقدمې سره به مخ شي چې وایي سزا یې مرګ ده.

په میانمار کې روانو احتجاجونو ته په کتو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکي توماس انډریوز له نړیوالې ټولنې غوښتي د برما د پوځ په ضد دې متحد ګامونه واخلي چې په زوره یې واک تر لاسه کړ.

توماس انډریوز د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته وویل "د هغو له لاسه چې په میانمار کې یې واک په زوره واخیست د ترهې او بې قانونۍ شاهدي ډېره زړه بوږنوونکې ده".

د میانمار یوه چارواکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته ویلي، پوځ په ډېرې سختۍ سره د احتجاج کوونکو مخه نیسي.

انډریوز وایي له کله راهیسې چې پوځ د ملک واک په لاس کې اخیستی امنیتي ځواکونو لږ تر لږه 70 تنه احتجاج کوونکي وژلي او تر 2,000 ډېر یې په خپلسرې توګه نیولي دي.

انډریوز وایي یوه ویډیو د دې ثبوت دی چې پکې لیدل کېږي امنیتي ځواکونه په ډېره ناترسه توګه احتجاج کوونکي وهي، د خلکو جایدادونو ته تاوان رسوي، دوکانونه لوټي، پر خلکو پرله پسې ډزې کوي. وایي پوځ په منظمه توګه قانوني ځایونو ته زیان اړوي، د اظهار پر ازادۍ او د خلکو په را غونډېدو بندیز لګوي.

د ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون امریکې هم په میانمار کې د پوځ کودتا کلک مخالفت کړی او تېره میاشت یې د دې هېواد پر پوځي چارواکو بندیزونه ولګول.

د دې اوونۍ په پیل کې هم امریکې د برما د پوځي مشر مین آنګ هلېنګ پر دوو بالغو اولادونو بندیزونه ولګول.

امریکې د میانمار د پخوانۍ مشر آنګ سان سوچي، د صدر وین مایینټ، احتجاج کوونکو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالینو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې وه چې پوځ تر کودتا وروسته په غیرقانوني توګه نیولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG