لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او چین د یو بل په تګلارو سختې نیوکې کړي


د امریکې د الاسکا ریاست په اېنکریج ښار کې د امریکا او چین د چارواکو غونډه
د امریکې د الاسکا ریاست په اېنکریج ښار کې د امریکا او چین د چارواکو غونډه

واشنګټن ــــ د امریکې د صدر جوبایډن انتظامیې لاندې د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ د چین او امریکې ترمنځ د اعلا کچې خبرې اترې د تاوتریخوالې نه شروع شوې چې پکې دواړه اړخو د یو بل په تګلارو سختې نیوکې کړي.

جاپان او سویلي کوریا ته د امریکې اعلا چارواکو د سفر وروسته د الاسکا ریاست په اېنکرېج ښار کې شوې غونډه کې واشنګټن یو شمېر داسې ګامونه پورته کړي چې ښکاره کړې امریکا د بېجنګ د تګلارو خلاف سخت دریځ خپلوي.

د امریکې خارجه چارو وزیر انتني بلېنکن خپل چینايي سیال ته په غېرمعمولي‌ توګه د کېمرې په وړاندې وینا کې وویل دوی به د چین له خوا سنکیانګ، هانګ کانګ، تایوان په امریکا باندې د سایبر حملو او د دوی په ملګرو ملکونو باندې د اقتصادي‌ دباو اچولو په شمول د چین په ګامونو باندې د خپلو ژورو فکرمندو په حقله خبرې کوي.

نوموړي وویل د چین دغه ټول ګامونه د قوانینو په بنیاد جوړ انتظام د خطرې سره مخ کوي کوم چې نړیوال ثبات په ځای ساتي.

د امریکې د صدر جوبایډن انتظامیې دا خبره واضحه کړې چې دوی د چین په رویه کې بدلون ته سترګې په لار دي او د چین سره د تعلقاتو بیا جوړولو طمع یې څرګنده کړې کوم چې د امریکې پخواني د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې لاندې ډېر زیات خراب شوي وو.

د چین اعلا سفارتکار یېنګ جیچي په چینايي ژبه د 15 منټو په وینا کې د امریکې په جمهوریت، د اقلیتي ډلو سره په سلوک او د واشنګټن په خارجه او تجارتي تګلارو باندې سختې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل امریکا د خپل اثر استعمالولو او د نورو ملکونو د ځورولو لپاره پوځي او مالي طاقت استعمالوي او زیاته یې کړه امریکا د قامي امنیت په نوم باندې د ملکونو تر منځ د معمول د تجارت مخه نیسي او ځینې ملکونه د چین خلاف حملو د کولو لپاره راپاروي.

واشنګټن وايي‌ د چینايي چارواکو سره د ملاقات وړاندې د خارجه وزیر انتني بلېنکن د اېشیا سفر او یورپ، هندوستان او نورو اتحادي‌ ملکونو ته لاس غزول ښکاره کوي چې څنګه د جوبایډن انتظامیې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته د چین سره مخامخ راتلو لپاره خپل لاسونه مضبوط کړي.

خو داسې ښکارېده چې دواړه اړخه د وړاندې نه په دې سوچ سره راغلي وو چې د ملاقات په وخت به په ډېرو لږ خبرو باندې د یو بل سره صلاح کیږي.

د خبرو په وخت امریکې د یو شمېر ګامونو تفصیل ښکاره کړو چې هدف یې چین وو.‌ په دغو ګامونو کې د چین د مواصلاتو د کمپنو لاېسنسونه ختمول، د قامي امنیتي اندېښنو په بنیاد د چین د ټېکنالوجۍ یو شمېر کمپنو مشران کانګرېس ته د اښتنو پوښتنو لپاره راغوښتل او په هانګ کانګ کې د جمهوریت په شا بوتلو په سر په چین بندیزونه لګول شامل وو.

د چین اعلا سفارتکار د اېنتني بلېنکن نه پوښتنه وکړه چې آیا د ملاقات وړاندې په قصد سره دغه بندیزونه اعلان کړی شوي.

واشنګټن ويلي د موسمي بدلون او کرونا واېرس په رنګ مسلو باندې د چین سره همکارۍ لپاره تیار دی.‌ اېنتني بلېنکن وویل واشنګټن طمع لري چین به د شمالي کوریا د نیوکلیايي وسلو ختمولو ته د قانع کولو لپاره خپل اثر استعمال کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG