لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د چين نه د کرونا وايرس يو ميلين ويکسين را غواړي، اسد عمر


د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزیر اسد عمر ویلي، په روانه مياشت مارچ کې د چین نه د کرونا وايرس يو ميلين ويکسين را غواړي.

اسد عمر دغه خبره د پاکستان د جيو نيوز سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ويلي نيم ميلين به په 25 مارچ او نور نيم ميلین به په 30 مارچ پاکستان ته را ورسي او راتلونکې میاشت به نور را وغوښتل شي.

اسد عمر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په پاکستان کې د کرونا پېښې مخ په زياتېدو روانې دي.

په عېن حال کې په کراچۍ کې يوې شخصي کمپنۍ هم د روس نه د کرونا ويکسينو 50زره ډوزه راغوښتي خو حکومت ورته قيمت نه دی ټاکلی ځکه هغه تراوسه نه دي کارول شوي.

له دې وړاندې هم د فرورۍ په میاشت کې چين، پاکستان ته پينځه لکه ساينو فام ويکسين ډالۍ کړي وو.

پاکستان دغه ويکسين په لومړي پړاو کې ډاکټرانو او طبي عملې او بيا د 60 کا لو د عمر نه زیاتو خلکو ته لګول پېل کړی شوي دي.

په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې نور 42 کسان د کرونا څخه مړه شوي او نور 1446 پرې اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 13زره799 کسان مړه شوي دي.

په ملک کې تراوسه پورې شپږ لکه 23زره 135 کسانو ته کرونا وايرس لګېدلي او سرکاري شمېرې ښايي چې پينځه لکه 79 زره 760 کسان ترې ښه شوي هم دي.

دوه ورځې وړاندې اسد عمر ویلي وو د کرونا درېمه څپه په پاکستان کې په تېزۍ سره روانه ده د پېښو او مړينو کچه يې هم سېوا ده.

هغه ويلي که خلک احتياط ونه کړي حکومت به سخت بندېزونه ولګوي.

اسد عمر چې د کرونا د څار دپاره د جوړې قومي رابطه کار کمېټۍ مشري هم لري ويلي يې دي په 22 مارچ به د کمېټۍ په غونډه کې د کرونا د روانې څپې جاج اخلي او د راتلونکې په اړه به پرېکړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG