لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له زمبابوې څخه د کرکټ د درو شل اووریزو لوبو سیالي وګټله


واشنګټن ـــ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ درېیمه کرکټ لوبه هم افغانستان وګټله، نجیب ځدراڼ د دې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی.

افغانستان دا لوبه د اصغر افغان په کپتانۍ کې ګټلې، افغان کرکټ بورډ وایي دا 42مه شل اووریزه لوبه وه چې افغانستان د ده په کپتانۍ کې وګټله.

د شنبې- خالي په ورځ د ابوظبۍ په شیخ زاهد میدان کې د کرکټ سیالیو په دې وروستۍ لوبه کې لومړی افغانستان بېټنګ وکړ، چې سیالې لوبډلې ته یې د 184 رنزونو هدف ټاکلی.

زمبابوې په شلو اوورونو کې د خپلو پینځو لوبغاړو په آوټ کېدو یواځې 136 رنزونه جوړ کړي او لوبه افغانستان په 47 رنزونو ګټلې ده.

په دې لوبه کې نجیب ځدراڼ تر ټولو ښه لوبه کړې چې په 35 بالونو کې یې 72 منډې جوړې کړې دي او له دې سره ځدراڼ په شل اووریزو لوبو کې خپلې 1,000 منډې پوره کړې.

تر ځدراڼ مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې څلورو نورو لوبغاړو محمد شهزاد، محمد نبي، اصغر افغان او سمیع الله شینواري هم په شل اوریزو لوبو کې 1,000 منډې جوړې کړې دي.

افغانستان د دغې شل اووریزې کرکټ سیالۍ په لومړۍ او دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه چې لومړۍ لوبه یې په 48 او دویمه یې په 45 رنزونو ګټلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG