بنګله دېش په جنوب کې د هغو روهنګیایي کډوالو په کېمپ کې پرون په زیاته اندازه اور لګېدلی چې څه کاله مخکې له میانمار یا برما ور کډه شوي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي اور د دغو کډوالو زرګونه کورونه سوځولي او تر اوسه پورې پکې 15 تنه مړه شوي او تر څلور سوه زیات لا هم ورک دي.