لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د سولې لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ضمانت غواړو


واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه خپل درې اړخیز پلان په رسمي توګه اعلان کړی، چې وایي په درو پړاوونو کې به تر سره کېږي، خو وایي داسې سوله به ونه کړي چې اساسي قانون او د افغانستان خپلواکي پکې تر پښو لاندې شي.

د افغان حکومت له خوا د سولې پلان په درو برخو وېشل شوی چې په لومړي پړاو کې به له طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې د سولې تړون کېږي، په دویم پړاو کې به د سولې حکومت جوړېږي او په درېیم پړاو کې به د سولې د دوام لپاره کار کېږي.

ولسمشر غني پخپل دفتر کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې د خپل حکومت د سولې د پلان ملاتړ وکړ او ویې ویل داسې باعزته سوله غواړي چې افغانان پکې د روښانه راتلونکي پرېکړه وکړه، نه داسې سوله چې افغانستان په نړۍ کې یواځې کړي:

"بې له لویې جرګې موږ خپل لوری نه شو ټاکلای او زما ارزو دا ده چې سیاسي موافقې ته له رسېدو وروسته چې لومړۍ مرحله تېره شي پینځه سوه وي که زر او که پینځلس سوه طالبان دې راشي د افغانستان له ولس سره دې کښېني چې په 52 کمېټو کې چاته قناعت ورکوي".

صدر غني وویل د سولې هر هغه پلان چې د هېواد آیین [اساسي قانون] یې له پامه غورځوي د جمهوریت له ارزښتونو سره برابر نه دی. نوموړي وویل که د سولې لپاره اړتیا شوه نو تیار دی چې د خپل حکومت موده پوره نه کړي، خو ټینګار یې وکړ چې راتلونکی ولسمشر به یواځې د ټاکنو له لارې راځي:

"که دې وطن خیر او سوله په دې راځي چې دا منتخب حکومت خپله دوره پای ته ونه رسوي نو حاضر یو چې په دې کې اقدام وکړو او ټاکنو ته ونه درېږو، موږ ته د نظام دوام مهم دی نه د ځان دوام".

ولسمشر غني وویل هیچاته به اجازه ور نه کړي چې له هېواده دباندې د دې هېواد ولسمشر وټاکي. وایي یواځې افغان ولس د خپل اساسي قانون له مخې حق لري چې خپل راتلونکی مشر وټاکي.

صدر غني وویل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له کارونو راضي نه دی خو د سولې په برخه کې یې د ملګرو ملتونو کردار وستایه:

"دا یو ښکاره ضرورت دی چې په افغانستان کې بالاخره یوه پایداره او عادلانه سوله راځي نو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د نړیوالې ټولنې ضمانت باید ولري".

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې طالبان باید ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي، چې وایي دا د ټول افغان ولس بنیادي‌ غوښتنه او هیله ده. وایي طالبان که ریښتینې سوله غواړي نو بهرنیو ترهګرو ډلو ته دې د افغانستان په خاوره کې پناه نه ورکوي.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د تازه څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو دوې ورځې وړاندې د دوی د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم رسنیو ته ویلي چې دا پلان عملي بڼه نه لري او رد کړې یې ده.

ولسمشر غني په داسې وخت کې د سولې په اړه خپل پلان اعلان کړی چې په راتلونکو ورځو کې په ترکي کې د ملګرو ملتونو په مرسته د افغان سولې په اړه نړیوال کانفرنس کېدونکی دی. ولسمشر غني وویل دې کانفرنس ته بشپړه تیاري لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG