لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش ډلې یو مهم مشر نیول شوی


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې افغان حکومت دعوه کوي په هېواد کې یې داعش ډله په بشپړه توګه ځپلې دي، افغان استخباراتو د داعش ډلې د یو مهم مشر د نیول کېدو دعوه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د غلام ناصر الخراسلاني په نوم یو تن یې په کابل کې د عملیاتو په مهال نیولی دی. په ټویټ کې لیکل شوي:

"غلام ناصر د غلام سخي زوی چې په الخراساني مشهور دی د داعشي طالبانو د ترهګرې ډلې د سر له کسانو او د داعش ترهګرې ډلې مسئول په کابل کې د ملي امنیت عسکرو نیولی دی".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا دعوه رد کړې چې ګواکې دغه نیول شوی تن د دوی له ډلې سره تړاو لري. مجاهد د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"په کابل کې د اسلامي امارت هيڅوک نه دي نیول شوي، هغه کس چې د کابل اداره يې د طالبانو پسې تړي زموږ اړوند نه ده".

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، غلام ناصر الخراساني په کابل کې د یو څورلس کلن ځوان هلک د وژنې په ګډون د ترهګرۍ په مختلفو بریدونو کې لاس درلود.

د امرالله صالح دفتر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "الخراساني په کابل کې د ترهګرۍ په لسګونو بریدونو او تخریبي کارونو کې اصلي کردار تر سره کړی او له دې سره سره د بچه بازۍ په ناوړه کار کې هم لاس درلود".

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه د‌ي ویلي.

افغان چارواکو د داعش ډلې د دې نیول شوي تن د شهریت په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې چې د داعش خراسان ډلې کوم کسان نیولي هغوی اکثر د پاکستان له قبایلي سیمو سره تړاو لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG