لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان وران شوي کورونه اوس په کوم حال دي؟


د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وايي په جنوبي وزیرستان کې د وران شوي کورونو سروې عمل روان دې او په دې سروې کې تر اوسه د 90 زره نه زیات کورنه لیکل شوي دي.

اداره وایی په دومره زیات شمېر کې د کورونو ورانېدو علت د خلکو د خپلو سیمو نه لرې پاتې کېدل او بیا هلته د ډېرو واورو کېدواو بارانونه له امله دا کورونه زيات اغېزمن شوي دي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي د ورانو شوو کورونو د سروی عمل د کال 2016 راهسې پېل شوی دی.

حکومت د یو وران کور څلور لکه او د نیم وران کور یو لک شپیته زره روپې مرستې ورکوي.

ځايي خلک دا نيوکې هم کوي چې کومه سروی شوې په هغې کې هم خلکوته پوره معاوضې نه دي ورکړی شوي.

احسان داوړ وايي د خلکو د مرستو او سروی عمل يو ځای روان دی، خو زياتوي د مرستو په ترلاسه کېدو کې زيات وخت ځکه ولګي چې اوس سروی کيږي بيا د هغې جاج اخستل کيږي او بيا د نور عمل نه تېرېدو وروسته مرستې ورکول کيږي.

هغه وویل په سيمه کې اوس هم د مالي مرستو په لړ کې د بېنک چيکونه ورکول کيږي.

کورونه یې په څه ډول وران دي؟

د جنوبي وزیرستان سپینکي رغزي اوسیدونکې حبیب الله وايي د راه نجات نه وړاندې دوی په سيمه کې په اتو کمرو مشتمل یو لوی پوخ کور وه چې په خښتو، ګارډرو او ټي ایرن جوړ شوی وو خو د رانجات عملیاتو له امله دوی هم په خپل کور پریښودو مجبور شوي وو.

هغه وايي د کډوالۍ شپږ کاله وروسته په کال 2015 کې علاقې ته د واپسۍ عمل شورو شو نو دوی هم سره د کورنۍ او ماشومانو واپسي وکړه.

حبيب الله وايي چې علاقې ته ورسېدل نو د دوی د کور بنیاد هم ختم کړی شوی وو او دعوه کوي چې په علاقه کې زیات کورونه هم په دې څېر ختم شوي وو.

هغه وويل تراوسه پورې په ډېره اسماعيل خان کې د خپلې کورنۍ سره د کرايه په کور کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه په سروی کې يې د کور اندراج شوی خو تراوسه ورته حکومتي مرستې نه دي ترلاسه شوي.

راه نجات پوځي عملیات کله شوي وو؟

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې پوځ د هغه وخت وسله والو مشر بېت الله محسود او د هغه د پلویانو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي چې له امله يې 72 زره کورنۍ د علاقې نه کډه شوې وې.

او بيا چې دا کډوال بيرته ستنېدل نو يو لک 50زره کورنۍ ليکل شوې وې.

د کډوالو په وېنا د دوی سره په کډوالۍ کې د نړیوالو په مرسته د خوراکي توکيو ترڅنګ نورې مرستې کېدې چې مرکزونه يې په ټانک او ډیره اسماعیل خان کې پرانستل شوي وو.

د کډوالو واپسي په 4 دسمبر کال 2010 کې وروسته له هغې پېل کړی شوې چې حکومتي چارواکو دغه سیمې د وسله والو څخه پاکې ګرځولو او ویلي يې وو وسله وال له دې ځایه تښتېدلي دي.

پي ډي اېم ای ادعا کوي د جنوبي وزيرستان نه کډوال شوي ټول خلک بيرته ستانه کړی شوي او دا عمل تېر کال 2017 د جولايي په میاشت کې سرته رسېدلی دی.

په وزیرستان کې یو کور په څو پیسو جوړیږی؟

د جنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکی حکیم الله وايي وزیرستان یوه غریزه او د کاڼو سیمه ده خاوره یا کومه د خښتو بټۍ نه لري او دلته د کورونو جوړولو سامان هم د بهر نه راوړل کیږي.

هغه وايي د وزیرستان خلک کورونه زیاتره په خاورو او تیږو يا ګټوجوړه وي او په یو کمزوري کور چې دوه کمرې او چاردیواري لري په هغې نزدې د لسو نه تر 12 لکه روپو پورې خرڅ راځي.

حکيم الله زياتوي د وزیرستان خلک د شریکو کورنیو له امله غټ کور ته اړتیا لري او په غټ کور جوړولو د 50 نه تر 60 لکه روپو پرې خرڅ کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG