د امریکې د بهرنيو چارو وزير اېنتوني بلينکن ويلي، امریکا به افغانستان ته نزدې 300 ملينه غېر پوځي يا ملکي مرستې ورکوي.
انتوني بلينکن په 21 اپرېل په ټویټر ویلي،
"مونږ به افغانستان ته د بهرنیو چارو د وزارت او د نړيوالې پرمختيا دپاره د امریکا مرستندویه ادارې (يو اېس ايي اې ډي) د لارې 300 ملينه سيويلین يا غېر پوځي مرستو ورکوو".
هغه ويلي "دا زمونږ لېوالتيا څرګندوي چې په افغانستان کې په تيرو 20 کلونو کې لاس ته راوړنې په ځای وساتو".
د امریکې د بهرنيو چارو دفتر ویلي، چې د افغانستان نه د ځواکونو په اعلان کولو کې صدر جوبايډن ښکاره ویلي وو چې امریکا به د افغانستان مرستې دوامداره ساتي.
ويل شوي په دغه لړ کې په کال 2021 کې امریکا، افغانستان ته دغه اضافي مرستې ورکوي.
د بهرنيو چارو وزير ویلي، د افغانستان دپاره د دغو مرستو اعلان د نومبر په مياشت کې د مرستو په غونډه کې شوی وو او اوس دغه مرستې ورکول کیږي.
ويل شوي دا مرستې به په تيرو 20 کلونو کې د پرمختیا ترلاسه کړو اهدافو په ځای ساتلو، افغان وګړو ته د اړينو اسانتیاو رسولو ښه کولو، اقتصادي ودې، د بډو رشوتوو او نشه يي توکيو د مخنيوي، صحت او تعليم، ښځو واکمنو جوړولو، شخړو د هوارولو د تګلارې جوړولو او مدني ټولنې پياوړي په لړ کې کارولی شي.
بلينکن ويلي امریکا چې د افغانستان نه ځواکونه اوباسي، دا غېر پوځي مرستې به د افغان ولس د روښانه راتلونکي او تل پاتې امن د عمل مخ په وړاندې بوتلو کې وکارول شي.