لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې دماینونو ښکار خلک دترهګرۍ دپېښو برابر دمعاوضې غوښتنه کوي


د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکي او د دوئ دحقونو لپاره کارکوونکي وايي چې دحکومت لخوا دې ورته هغه هومره معاوضه ورکړل شي کومه چې د ترهګرۍ ضد جګړه يا قدرتي افاتو کې اغيزمنو تنانو ته ورکړل کيږي.

په دې اړه څو ورځې وړاندې د پېښور هايي کورټ دوه کسيزه بېنچ مرکزي حکومت ته امر کړی چې په خېبر پښتونخوا کې ضم شويو قبائيلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې په زمکه کې دښخو ماينونو د چاودنو په اړه دې راتلونکو درېوو اوونیو کې خپل تفصلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي۔

د جنډولې اوسيدونکی بخت مير خان وايي کال ۲۰۱۸ کې جنوبي وزيرستان ته د لرګو وهلو مزدورۍ له تلی ؤ چې د زمکني بم ښکار شو او اوس په دواړه پښو معذوره دی او د محنت مزدورۍ جوګه نه دی پاتې.

بخت مير خان وايي د معذورۍ نه وروسته ورته هيڅ رقم حکومتي مرستې نه دي ورکړل شوي او یوازې د ځايي عسکري ځواکونو لخوا ورته د مياشتې پينځلس کلو راشن ورکړل کيږي چې د شپږو بچو، ښځې او د مور پالنه ورته پرې ګرانه ده۔

په زمکه کې دښخو ماینونو دښکار خلکو د حقونو لپاره کارکوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی اورنګزېب مسید وايي دماینونو چاودنو کې اغيزمن شوؤ تنانو ته د حکومت لخوا هغه معاوضه نه ورکړل کيږي کومه چې د ترهګرئ ضد جګړه کې يا قدرتي افتونو کې متاثره خلکو ته ورکړل کيږي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې اورنګزيب مسید وويل د ماین چاودنه کې مړ شوي تن ته دوه لکه او ټپي شوي تن ته يو لک روپۍ ورکړل کيږي چې دا دملک نورو برخو کې د ورکړل کيدونکې معاوضې په پرتله ډيره کمه ده.

اورنګزېب مسید زياتوي ماينونو د وجې هغه کورنۍ ډيرې متاثره شوي چې بې وسه دي او په هغه سيمو کې مزدوري يا ژوند کوي چرته چې ګڼ شمېر ماینونه ښخ کړل شوي دي۔

څو ورځې وړاندې د پېښور هائي کورټ کې د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو پنځه وکيلانو خواست جمع کړی ؤ چې مرکزي او صوبايي حکومت ته دې د دغه سيمو څخه دښخو مائنونو لرې کولو امر وشي او ددې چاودنو کې د وژل شوؤ او ژوبل شويو کسانو ته دې مالي مرستې ورکړل شي۔

دغو وکيلانو کې شامل سجاد مسید ډيوه ته وويل يوازې په جنوبي وزيرستان کې په تيرو څو کلونو کې په يوسل اته اويا چاودونو کې تر اتوؤ سوؤ پورې کسان مړه شوي او په لسګونو ټپيان شوي دي۔

سجاد مسید وويل دوئ غواړي چې د مابن پاکۍ ترڅنګ دې حکومت دغه اغيزمنو خلکو سره هغسې مالي مرستې وکړي کومې چې د ملک دنورو برخو خلکو سره کيږي۔

د مائين پاکۍ په اړه د فرورۍ مياشت کې د پاکستان دپوځ وياند افتخار بابر ويلي وؤ چې قبایلي ضلعو کې د ماین پاکۍ عمل روان دی او ډيره برخه د ماینونو څخه پاکه کړی شوې هم ده۔

څو ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف حکومت صوبايي وزير شوکت يوسفزي د اسمبلۍ په غونډه کې ويلي وؤ چې د ښخو ماینونو د پاکولو په اړه چې څه هم حکومت نه کېدای شي هغه به کوي۔

خو د مائنونو نه اغېزمن خلک وايي چې د معاوضو ورکولو په اړه د حکومتي واضحه تګ لاره باندې نه دي خبر چې څنګه ورته د ملک نورو برخو په څېر معاوضه ترلاسه کېدای شي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG