لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونير: يو افغان کډوال د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی


فايل فوټو
فايل فوټو

د خېبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې په يو افغان کډوال د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، پوليسو نيولی او په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون د مادو لاندې يې پرې مقدمه درج کړې ده.

د بونېر ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) عبدالرشيد خان وايي، په دغه تن د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او بيا پوليس ته حواله کړی شوی او هغه په خوندي حراست کې دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پولیس افسر وويل د دغه تن پرضد مقدمه درج شوې او بيا د هغه قصور وار ګرځول يا نه ګرځول د عدالت کار دی.

د ياد تن پرضد د بونېر په سواړۍ تاڼه کې د مذهب د سپکاوي (295A او 295C) مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

وي او اې ډیوه د مقدمې کاپي ترلاسه کړې چې پکې ويل شوي چې قاري ظفر الله نومې تن په تاڼه کې شکايت کړی چې مومن نومې تن چې افغان کډوال دی او په سواړۍ کې تنور لري د الله او پېغمبر په شان کې يې د سپکاوي توري کارولي دي او بيا د رضوان احمد په مدعيت کې د تورن تن پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په اړه د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظیمونه وايي چې دا قانون د شخصي ګټو دپاره کارول کيږي.

د اپرېل په مياشت کې په يورپي پارلیمان کې هم په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان نه غوښتنه شوې وه چې د مذهب د سپکاوي قوانين ( 295B او Cدې ختم کړي او د ترهګرۍ ضد جوړ د 1997 په قانون کې دې بدلون وکړي چې د مذهب د سپکاوي د تورنو د مقدمو اورېدنې به د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې نه کيږي.

خو دغه قرارداد ته په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي وو په پاکستان کې د بشري حقونو د نړيوال کمېشن په لړ کې ځينې مسلې شتون لري خو د هغې په وزارت کې د تير حکومت په پرتله په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی.

په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، د مذهب د سپکاوي معامله ډېره حساسه ده په دې کې ډېر خيال پکار دی، دا بدلې بدلې پېښې وي که څوک د پېغمر په شان کې بدې ردې وايي د هغه بيا ذهني توازن سم نه وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د چا چې ذهني توازن سم وي هغه توهين مذهب يا توهين رسالت نه شي کولی، او نوموړی دا هم مني چې د مذهب د سپکاوي قانون د شخصي ګټو يا تورونو دپاره کارول کیږي.

ښاغلی قبله ایاز وايي که څوک په چا د درغو يا غلط تور ولګوي د هغې دپاره د پاکستان په قانون کې سزا موجوده ده پکار ده چې هغه قانون بيا په حرکت کې راوستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG