لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صالح پاکستان کې ټویټونو ته په ځواب کې د 1971 د ماتې پیغور ورکړی


واشنګټن - د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ټویټ سخت غبرګونونه راپارولي په کوم کې چې هغه لیکلي، مونږ د 1971 کال په څېر هند ته د پاکستاني سرتیرو د تسلیمۍ انځور نه لرو.

ښاغلي صالح د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه ټویټ کې لیکلي:

"مونږ په خپل تاریخ کې دومره ننګین سند نه لرو او نه به یې ولرو. هو ما تېره ورځ هغه مهال یوه شېبه ټکان وخوړ کله چې د سر لپاسه راکټ تېر شو او څو متره لېرې ولګېد. د پاکستان د ټویټر ښاغلو بریدګرو، طالبان او ترهګر به ددې انځور نه د جوړ درد علاج و نه کړي. نورې لارې ومومئ."

نوموړي دغه ټویټ په پاکستان کې په سلګونو هغو ټویټونو ته په ځواب کې لیکلی چې په اختر په لمانځه کې د راکټ لګېدو پر وخت د ښاغلي صالح لخوا د فطرتي ټکان خوړلو پورې خندا شوې.

ښاغلي امرالله صالح په خپلې فیسبوک پاڼې باندې لیکلي دي چې، په زرګونو پاکستاني فعالانو د طالبانو په پرمختګ خوشحالي کړې ده چې له همدې امله مې دغه تصویر پر خپل ټویټر خپور کړ.

د 1971 کال په دې تصویر کې د نیازي په نوم پاکستاني جنرال هندوستان ته د تسلیمۍ رسمي سند لاسلیک کوي چې له مخې یې 93000 پاکستاني سرتیري هند ته تسلیمیږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف که څه هم د ښاغلي صالح نوم نه دی یاد کړی خو په همدې ورځ یې په خپل ټویټر باندې لیکلي، ځینې جګ پوړي افغان چارواکي په دوامداره توګه هڅه کوي په خپلو څرګندونو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

"په کابل کې د ځینو تخریبونکو لخوا د ترخو نیوکو او دروغجنو بیانونو له امله چې له بده مرغه زمونږ په افغان ورونو او خویندو باندې تپل شوي دي، په دوامداره توګه هڅه کوي چې دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي تر څو یې له خپلو ناکامیو څخه د خلکو پام واړوي."

ښاغلي یوسف دا هم لیکلي، چې "پاکستان د افغانستان همه شموله سیاسي‌ جوړجاړي ته ژمن دی. په دې برخه کې لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې منلې ده چې له ولسمشر غني سره وویني تر څو په دې برخه کې کار ته دوام ورکړل شي."

خو ښاغلي صالح وړاندې لیکلي،‌له پرون راهیسې د پاکستان پخوانیو وزیرانو، پانګه والو د یوه خصوصي بانک خاوند چې په امریکا کې یې زده کړې کړي، مشهورو خبریالانو او د مدني ټولنې غړو ټولو راته لیکلي چې منتظر واوسه چې مړی دې د برق په پایه ځوړند ووینو .

هغه ویلي، ‌یوه لیکلي طالبانو د پاکستان د ریښتینو دوستانو په توګه تاسو ته یوځل د عبرت درس درکړ او نجیب یې د برق پر پایه وځړاوه.

امرالله صالح لیکلي، لطفا زما ټویټر ته سر ورښکاره کړئ چې درته معلومه شي پاکستان څومره ددې خاورې او افغانانو پر ضد د غچ او غصې حس لري .

هغه زیاتوي، که څوک په دې اړه معمولي شک هم لري په یقین به بدل شي. یوه پاکستاني فعال چې په امریکا کې یې دکتورا (پي اچ ډي) کړې ده لیکلي، طالب ته مو روزنه ورکړه چې تاسو او ستاسو نظام له خاورې سره خاورې کړي ترڅو د افغان په نوم په خپل ګاونډ کې کوم نمک حرام ونه لرو.

صالح لیکلي، څومره چې مو پر وړاندې د دښمن نیت او څیره روښانه کیږي هغومره مونږ ته پکار ده چې خپل هوډ غښتلی کړو.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح زیاته کړې، طالب رسوا او ناکامیږي یواځې د وخت واټن په منځ کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG