لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو مرکز غلنۍ کې د اېف سي کېمپ باندې وسله وال بريد شوی


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې مومندو په مرکز غلنۍ کې د اېف سي په کېمپ "مومند رايفل" وسله وال بريد شوی، د چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل شوي او هلته اور هم لګېدلی خو چارواکو تراوسه پورې په بريد کې د کومې مرګ ژوبلې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د رپورټونو ترمخه، تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده، د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د "فتنه الخوارج" او وسله وال یې د "خوارج" په نوم يادوي.

د ځايي سرچينو ترمخه، غلنۍ کې په اېف سي کېمپ دغه بريد سهار وختي خواوشا څلور بجې پيل شوی وو.

وی او اې ډیوه سره خبرو کې سرچينې وويل، تراوسه پورې دا معلومات دي چې څلور حمله کوونکي په کېمپ ورغلي، چې پکې د درېو ځانمرګو بريد کوونکو هم ويل کيږي، خو امنيتي ځواکونو هغوی هدف ته د رسېدو نه وړاندې په نخښه کړي او هغوی هدف ته د رسېدو نه وړاندې وژل شوي دي.

د سرچينې ترمخه، ځايي امنيتي چارواکو ویلي، چې بل بريد کوونکی هم وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا، د بريد په وخت په کېمپ کې دننه اورلګېدلی خو هغه هم بيا د رېسکيو 1122 په مرسته مړ کړل شوی دی.

چاوراکو د بريد په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

مومندو کې د جون په میاشت کې د سنګ مرمرو يا ماربلو د کارخانو څخه د قلنګ غوښتو ضد احتجاجي پرلت شوی وو، ځايي خلکو ويلي وو، په مومندو کې د تېرې څه مودې نه وسله وال يو ځل بيا ليدل کيږي او د بريدونو او قلنګ غوښتنو پېښې هم زياتې شوي دي.‏

د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري پرون په پينځم ستمبر خبري غونډې ته وويل، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي. نوموړی وايي، د اخري ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

هغه د ترهګرۍ ضد عملياتو په اړه وويل، "سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي دي".

د نوموړي په خبره، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

پوځي وياند وويل، "د ترهګرۍ ضد د کلکې تګلارې لاندې کوټلي عمليات روان دي، په څلورو پړاونو کې د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، د 46,000 مربع کلوميټرو نه زیاته علاقه د ترهګرو څخه پاکه کړل شوې، پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا داسې علاقه نشته چې د ترهګرو په عملدارۍ کې وي".

د خېبرپښتونخوا په مومندو، باجوړ، سوات، او د صوبې نورو سيمو کې د تېرو څو کلونو راهسې د امن په ځای کولو دپاره پاڅونونه دوام لري.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په د ټي ټي پي خلاف په پخوانۍ فاټا کې د [راه راست] ‏او بيا هم په دغه کال په مومندو کې د [برېښنا] په نوم پوځي عمليات کړي او ياده علاقه یې د وسله والو نه پاکه ګرځولې، خو په سيمه کې بيا هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې دوام لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG