لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د امریکا ډرون بریدونه د قطر د لوظنامې سرغړونه ده


واشنګټن ـــ د امریکایي چارواکو له خوا د افغانستان پوځ سره په تېره یوه میاشت کې د شوو مرستو د څرګندونو وروسته افغان طالبانو ويلي دا په قطر کې د شوي تړون سرغړونه ده چې وایي نتیجې به ولري.

د امریکا دفاع وزارت چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي د امریکا هوایي ځواک په تېرو۳۰ ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو بريدونه کړي دي.

د طالبانو مرکزي ویاند زبیح الله مجاهد په جاري شوي بیان کې تور پورې کړی چې وړمه شپه د افغانستان کندهار او هلمند ولایتونو په ځینو برخو امریکا هوایي ځواک بریدونه کړي چې له امله یې ملکي خلکو او خپله دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د امریکا دفاع وزارت چارواکي وي او اې ته ويلي چې هوايي بريدونه زیاتره د ډرون د لارې شوي او طالبانو چې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه کوم پوځي سامانونه نيولي هغه پکې په نخښه کړی شوي دي.

د افغانستان د ځايي خلکو په وینا د څو ورځو راهسې امریکايي ډرون ليدل کېده او ځینې راپورونه داسې هم دي چې په کندهار کې په طالبانو ډرون بريدونه شوي دي.

خو د امریکا چارواکو د دې ويلو نه ډډه کړې چې دوی د افغان ځواکونو مرسته د چرته نه کړې ده. چارواکي ویلي د دوی په پاليسۍ کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او زياته کړې يې ده تازه بريدونه د واشنګټن د سټرېټیجۍ برخه ده.

د پنجشنبې- زيارت په ورځ د پېنټاګان پرېس سيکرټري جان کربي ويلي وو امریکې د افغان ځواکونو په ملاتړ په تېرو څو ورځو کې هوايي بريدونه کړي دي خو نور جزيات يې نه وو شريک کړي.

د پېنټاګان چارواکو د دې میاشتې په سر کې ويلي وو چې د سیمې لپاره د امریکې د مرکزي کمانډ جنرل کېنټ مېککنزی واک لري چې څو پورې د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه په پوره توګه وتلي نه وي دوی کولی شي چې د افغان ځواکونو د مرستې لپاره هوايي ځواک راوبلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG