لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سفیر دلور په تښتونه افغان تحقیقاتي پلاوي پاکستاني چارواکو سره لېدلي


اسلام آباد نه دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنو دپاره دافغانستان نه راغلی څلور کسیزه تحقیقاتي پلاوی اوس هم په پاکستان کښې موجود دی اؤ دلته یې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره لېدنې کړې دي.

دپلټنو دې پلاوي تراوسه دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې په اړه خپلې پلټنې مخې ته نه دي راوړي خو د پاکستان یو شمیر مرکزي وزیران وایي چې د افغان سفیر دلور دتښتونې ډنډوره د پاکستان پرضد یو سازش ؤ.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ دافغان سفیر دلور تښتول کیدو معامله په قامي اسمبلۍ هم راپورته کړې ده اؤ د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې ددې پېښې باید بې پلوه پلټنې وکړي.

محسن داوړ ویلي دا دشرم ډکه پېښه په نړیواله کچه دپاکستان د رسوایۍ سوب شوې ده.

دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې محسن داوړ زیاته کړې ده داسلام آباد نه دافغان سفیر لور اغوا کیږي،په هغې تشدد کیږي اؤ ددې پېښې له امله نړۍ کښې پاکستان بدنامه شوی خو دپارلیمان غړي هم نه دي خبر چې تراوسه ددې پېښې په اړه څه پلټنې وشوې؟

دهغه په وینا دا دامنیتي ادارو ناکامي ده چې دتښتونې له دې پېښې خبر نه شول اؤ نه یې تحقیقات وکړل حالانکې دا امنیتي ادارې هر وخت دلته د بهرنیو سفارتونو اؤ د سفارتي عملې څارنه کوي.

محسن داوړ پخپله وینا کې غوښتنه کړې چې پارلمان دې د افغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې په اړه دشوؤ پلټنو نه خبرکړل شي.

پارلیمان کې دمحسن داوړ وینا ته هیڅ حکومتي واکمن نیغ په نیغه ځواب نه دی ورکړی خو دپارلیماني چارو وزیر علي محمد خان محسن داوړ ته په اشارې سره ویلي چې ځینې خلک د چا د خوشحالولو اؤ خپل صفت د پاره داسې موضوعاتو باندې خبرې کوي.

دپارلیمان غونډې ته خپله وینا کې علي محمد خان ویلي که چېرې چا سره د افغان سفیر د لور دتښتول کیدو په په هکله څه ثبوت وي نو باید حکومت سره یې شریک کړي.

هغه زیاته کړه د سفیر د لور دتښتول کیدو ډنډوره هم د پاکستان پرضد په ټولنیزو رسنیو د روان کمپاین برخه ده.

د افغان سفیر لور د جولايي په شپاړسمه نېټه د اسلام اباد نه تښتول شوې وه اؤ د تشدد نه وروسته پریښودل شوې وه،

له دې پیښې وروسته افغان صدر ډاکټر اشرف غني د پاکستان نه خپله ټول سفارتي عمله خپل هیواد ته بېرته بللې ده خو پاکستان ترې غوښتنه کړې چې خپلې دې پرېکړې ته باید بیا کتنه وکړي.

اوړمه ورځ د افغانستان نه یو څلور کسیزه دپلټنو پلاوی ددې پېښې پلټنو دپاره پاکستان ته راغلی دی اؤ دلته یې د پاکستان چارواکو سره لیدل کتل کړې دي خو تراوسه يې خپلې شوې پلټنې مخې ته نه دي راوړي.

دافغان تحقیقاتي پلاوي د رپورټ مخې ته د راتلو څخه دمخه دپاکستان یو بل مرکزي وزیر مراد سعید ویلې دي پاکستان دترهګرۍ پرضد جنګ ګټلی دی اؤ اوس دهیواد دښمنان په بله طریقه، لکه د افغان سفیر د لور دتښتونې په څېر دپېښو دلارې پاکستان بدنامول غواړي.

تر دې وړاندې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو پېښه دپاکستان په ضد یو سازش بللی ؤ اؤ ورسته افغان خارجه وزارت د شیخ رشید په دې بیان سخت عکس العمل هم ښودلې ؤ اؤ ویلي یې وو چې له بشپړو پلټنو وړاندې دغه رقم بیانونه داصل پېښې نه دپام اړؤلو په مانا دي.

دافغانستان حکومت وایې پاکستان کې دافغان سفیر لور تښتول شوې وه اؤ بیا پرې تشدد هم شوی .

افغان دولت پاکستان نه په دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو اؤ سفارتي مامورینو ته دتحفظ په ورکولو ټينګار کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG