لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومتي چارواکي وایي صوبه کې دپولیو رنځ ختمولو ته نزدې شوي دي


دخېبرپښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په صوبه کې د پوليو رنځ ختمولو ته نزدي شوي دي اؤ روان کال په صوبه کې يو هم د پوليو کېس نه دی رپورټ شوی.

خو څېړونکي وایي دپولیو ویکسین په اړه صوبه کې اوس هم منفي تبلیغات پخپل ځائ دي اؤ دپولیو ډلو په حفاظت مامور پولیس عسکرو باندې کیدونکي بریدونه هم داندېښنې وړ دي.

حکومتي چارواکي وايي دوي د پوليو ټيمونو د ساتني او د بريدونو د مخنيوي کوټلې هڅې کوي.

دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ دصحت محکمې د قایمه کميټۍ مشره او د پوليو د مخنيوي د ټاسک فورس غړې رابعه بصري ډيوه ته وويل روان کال په صوبه کې دپوليو يو کیس هم مخې ته نه دی راغلی او ددې ترڅنګ د پېښور او نورو ضلعو په اوبو کې د پوليو وايرس نومونې هم نه دي موندل شوي.

هغه وایي دا صوبه کې د پوليو دناروغۍ ختمولو پله يو ښه پرمختګ دی.

په خېبر پښتونخوا کې پوليو ضد څاڅکو ورکولو وروستی کمپاین روانه مياشت شوی ؤ چې اتلسو ضلعو کې ۳۷ لکه او۲۷ زره د پنځوؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوي ؤ۔

ددې کمپاین په مهال د خېبرپښتونخوا په ‌ډېره اسماعيل خان، جنوبي وزيرستان او پېښور کې د پولیو د ټيمونو په ساتنه مامور پولیس سرتيرو باندې بريدونه شوي چې پکې دوه سرتيري وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

دې نه وړاندې هم د کال ۲۰۱۲ نه راپديخوا د صوبې بېلابيلو برخو کې په لسګونو د پوليو کارکوونکي او د دوئ ساتونکي وژل شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د مخالفه سياسي ګوند عوامي نیشنل پارټۍ غړي سردار حسین بابک څو ورځې وړاندې په اسمبلۍ کې د پوليو ټيمونو په ساتونکو په کېدونکو بريدونو انديښنه څرګنده کړې وه او ويلي یې وؤ چې حکومت ته ددې مخنيوي پکار دی.

په پوليو ټيمونو د بريدونو په ځواب کې رابعه بصري وويل حکومت د پوليو ټيمونو ته بشپړ امنیت ورکوي او وايي دا دحکومت فرض دي چې د دوئ امنيت باوري کړي.

تېر کال په پاکستان کې څلور اتيا د پوليو کېسونه رپورټ شوي وؤ چې دوه ويشت پکې د خېبر پښتونخوا نه وؤ ، روان کال تراوسه په بلوچستان کې يو د پوليو کېس رپورټ شوی دی۔

دسرکاري شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۹ کې يو ۱۴۷ دپولیو کېسونه رپورټ شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG