لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دافغان پوځ په صلاحیت پوښتنو راولاړولو سره پاکستان نړۍ ته ځان نه شي سپینولی


استعداد سازي، تربيت، الات او اسباب دا هر څه چرته دي؟ دا پوښتنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د يو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د نړيوالې ټولنې نه افغانستان کې دطالبانو په ضد جګړه کې دافغان فوځ دقوت او د هغوئ دشاتګ په هکله کړی ؤ.

دخارجه وزیر دا تپوس دهغه تورونو په ځواب کې ؤ چې له مخې یې پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورن کړی شوی اؤ افغانستان کې ورځ تر بلې دامنیت دخراب وضعیت پړه دپاکستان غاړې ته اچول کیږي.

خو په پاکستان کې څيړونکي وايي پاکستاني چارواکي په داسې رقم بيانونو خپل ځان د هغه تورونو څخه نه شي پاکولی چې د کابل او نورو غربي هېوادونو له خوا په پاکستان لګي.

دمطبوعاتو ترمخه افغانستان او غربي هېوادونه ګڼي چې د طالبانو سره د پاکستان دمرستو له امله د تېرو شلو کلونو راهسې دغه طالبان د امريکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو سره افغانستان کې د دومره اوږدې جګړه کولو جوګه شوي دي او هم دغه وجه ده چې نن طالبانو په افغانستان کې ډېرې علاقې بيا نيولې دي.

پښتنه سياستمداره او دپاکستان دپارليمان پخوانۍ غړې بشره ګوهر وايي دوحه کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دشوي تړون له مخې پرته له کومو شرطونو افغانستان نه دامریکایي ځواکونو وتلو سره طالبان نور مضبوط شوي دي اؤ دغه تړون طالبانو ته په افغانستان کې بيا دتباهۍ لایسنس ورکړی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي پکار ده چې امریکې په دې تړون کې طالبانو سره بهر نه دمرستو نه کیدو خبره هم باوري کړې وی.

بشره ګوهر وایي اوس که دپاکستان دخارجه چارو وزير شاه محمود قریشي دا وايي چې دومره پېسې په افغانستان کې لګېدلي دي او بيا هم د افغانستان پوځ دغه جنګ نه شي کولی نو پاکستان نه هم دا پوښتنه پکار ده چې د دومره بهرني امداد باوجود دلته هم ولې ترهګري نه ده ختمه شوې؟

دهغې په وینا"ددې ځواب به هم نړۍ د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قرېشي نه غواړي چې د فساد دپاره چندې ولې جمع کيږي. دلته (پاکستان) نه تازه جنګي مرستيال ولې ځي، او دا دومره پېسې چې ورته ترلاسه شوې وې د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو د پاره نو هغه څه شوې. هغه چا سره دي؟"

مېرمن بشره ګوهر وايي که پاکستان دا دعوه کوي چې دا ملک په افغانستان کې د چا طرفداري نه کوي نو دا خبره هم غلطه ده او دپاکستان په داسې دعوؤ اوس نړۍ باور نه کوي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړېکو دڅانګې يو استاد پروفېسر ډاکټر عبدالشکور هم وايي پکار ده افغانستان او پاکستان د ګاوندي هېوادونو په شان د داسې قسمه بيانونو نه ډډه وکړي ځکه چې داسې قسمه بيانونه به د امن په خبرو بد اثر غورځوي.

"پاکستان له زما په خيال د جمهوري قوتونو لکه د اشرف غني د حکومت مرسته پکار ده او زما په خیال ټوله نړۍ يا اکثريتي هېوادونه هم داسې کوي. نه چې د هغې مخالف يا پر ضد چې کوم قوتونه دي هغوي سره ودريږي. د پاکستان ددې بيان نه داسې ښکاري چې پاکستان هم داسې کوي کومه چې زما په خيال ښه خبره نه ده"

خو د مطبوعاتو تر مخه پاکستان وخت پر وخت دا خبره رد کوي چې دوئ د طالبانو سره مرستې کوي او د پاکستان د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي وایي پاکستان د افغانستان دشخړې دسیاسي هواري طرقدار دی.

څيړونکي وايي که يو طرف ته امريکې ته هم په منډه د افغانستان نه وتل نه دي پکار او د طالبانو دغه پروژه ختمول او دا ورته د دوحې دتړون برخه جوړول پکار دي.

څېړونکي دا هم وایي د پاکستان او افغانستان تر مېنځ چې کوم اور په خوریدو دی دداسې رقم بیانونو پځائ باید چې دواړه هېوادونه ددغه اور د وژلو هڅې وکړي ځکه که دا اور مړ نه شو نو دا به دواړو هېوادونو کې خور شي او دواړه هېوادونه به د ځاني نقصان سره مخ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG